ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي نيلي ښار ځیني اوسېدونکي د منظم ښاري ټرانسپورت له نشتوالي شکايت کوي

12 Sep 2023 - 18:44
12 Sep 2023 - 18:44

نیلي (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د ډايکندي مرکز نيلي ښار يو شمېر اوسېدونکي د منظم ښاري ټرانسپورت له نشتوالي شکايت کوي او وايي، خلک په ښار کې د تګ‌راتګ لپاره له موټرسايکلونو استفاده کوي.

هغوی وايي، د منظم ښاري ټرانسپورت نشتوالي له امله مسافر له یوه ځایه بل ځای ته د تګ لپاره د ښاري بسونو پر ځای له موټرسایکلونو استفاده کوي.

د نيلي ښار يوه وسېدونکي رضا صداقت پژواک خبري اژانس ته وويل، د نیلي په کوچني ښار کې د مسافرو د لېږد لپاره يواځې دغه موټرسايکلونه فعاليت کوي او د ټکسي فعالیت ډېر کم دی چې له امله خلک د تګ‌راتګ برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه:«په نيلي کې منظم ټرانسپورټ نشته، هغه ښځې چې محرم نه لري او يا شرعي عذر لري، نه شي کولای له نامحرمو نارينه‌وو سره پر موټرسايکل سپرې شي، هغه خلک چې ناروغ وي نه شي کولای پر موټرسایکل تګ راتګ وکړي.»

هغه دغه راز وويل، په دې برخه کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه یوازې له یو موټرسایکل چلوونکي سره نه شي تلای او کله چې محرم ورسره وي؛ هم نه شي کولای دواړه له موټرسایکل چلونکي سره سپاره شي.‎

هغه له حکومته غواړي چې دې برخې ته دې پاملرنه وکړي او یو منظم ښاري ټرانسپورټ جوړ کړي څو په ښار کې د تګ‌راتګ ستونزه هواره شي.

د نيلي ښار بل اوسېدونکی دين‌محمد وايي، په ژمي کې په دې برخه کې ستونزې څو برابره زیاتیږي او په‌دې فصل کې د تګ‌راتګ لپاره ان له موټرسايکله هم استفاده نه شي کولای.

هغه وايي، د نيلي ښار اوسېدونکو د تېر او اوسني حکومت پر مهال څو ځلې په دغه ښار کې د منظم ټرانسپورټ رامنځته کېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه‎ پاملرنه نه ده شوې.

 خو له بلې خوا دغه کار په نيلي ښار کې لسګونو کسانو ته د کاري زمينې برابرېدو لامل شوی دی.

د یوه موټرسايکل چلوونکي سلمان پژواک ته وويل، له سهاره تر ماښامه د نيلي ښار پر بېلابېلو لارو مسافر لېږدوي رالېږدوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ یوه برخه لګښتونه پوره کوي.‎

هغه زیاته کړه: «یو څو ټکسيانې دي، هغوی یوازې هغه مهال چې دربستي مسافر پیدا شي او خلک زیات مجبور وي، کار کوي ‎او هغوی لېږدوي؛ ځکه که موږ له یو چا ۲۰ افغانۍ اخلو، نو ټکسيان له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو اخلي چې دا د خلکو په وس نه ده پوره.»

هغه زياته کړه: «کاروبار نشته، دلته راځو، کله وخت ٧٠ تر١٠٠ افغانۍ يا زیات کار کوو، لږ تر لږه ښه ده وچه ډوډۍ کېږي.»

په همدې حال کې، د دايکنډي د ځمکني ټرانسپورټ د مديريت مسوولين وايي، ټاکل شوې چې ډېر ژر ښاري او د ولسواليو ټرانسپورټ منظم او دغه ستونزه به په بنسټیزه توګه هواره ‎شي.

د دايکنډي د ځمکني ټرانسپورټ اداري رييس جمال‌‎الدين ارشاد پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې مسوولو ادارو په همکارۍ د ښاري بسونو لپاره يو لوى ترمينل جوړیږي څو له دې لارې د خلکو ستونزه هواره شي.

هغه زياته کړه: «د يوه لوى ترمينل لپاره ځاى په پام کې نيول شوى او ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.»

ارشاد زياته کړه چې له هغه وروسته له ښاره موټرسايکلونه راټولیږي؛ ځکه د هغه په خبره، په ښار کې ډېری ترافيکي پېښې د موټرسايکلونو د ګڼې‌ګوڼې له امله کېږي.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version