ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: ښاري بسونه دې بېرته فعال شي

12 Nov 2023 - 13:52
آرشیف
12 Nov 2023 - 13:52

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): یو شمېر کابل ښاریان په تېره بیا ښځې د منظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له نشتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري ملي بسونو سیسټم بېرته فعال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مسوولین وايي، هڅه کېږي چې ژر تر ژره د کابل ښار په ټولو ناحیو کې ښاري بسونه فعال شي.

د یادونې ده، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ډېر مسافر په ټکسي موټرو کې تګ راتګ کوي چې په ځینو ناحیو کې د ټکسي موټرو ترڅنګ ټونس، مارسیډیس، کاسټر او رېکشاوې هم فعالیت کوي چې ټول یې د خصوصي سکټور له خوا دي.

ډېری کابل ښاریانې وايي چې په ښار کې د ملي بسونو نشتوالي له امله ډېری وخت په لیني ټګسی‌ګانو کې تګ راتګ کوي، ډېر مهال له ستونزې سره مخ کېږي، ځینې وخت موټر چلوونکی په مخې سیټ کې د دوو کسانو کرایه ترې غواړي او کله کله موټر چلوونکي د مازیګر او ماښامه نارینه سپرلۍ پورته کوي، نو ښځې مجبوره دي چې څو ساعته د موټر په تمه ودرېږي.

د خیرخانې اوسېدونکې او د اریانا خصوصي ټلوېزیون خبریالې خدیجې کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې منظم ترانسپورټ نه شته، په ټول کابل ښار ټکسي موټر مسافر لېږدوي.

هغې زیاته کړه: «ښاري بسونه نه شته، کله چې له دندې کور ته ځم، د موټرو کمښت او ګڼې کوڼې له امله ناوخته کورته رسېږم، خلک قطار موټر ته ولاړ وي، په ځانګړې توکه ښځې او نجونې له زیاتو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه ډېری ټکسي چلوونکي نارینه پورته کوي.»

هغه چې هره ورځ له خیرخانې دارالامان ته ځې باید له ۱۰ تر ۲۰ دقیقو د موټرو په تم‌ځای کې ودریږي.

هغې زیاته کړه: «د دې ترڅنګ چې ټکسیان ډېره کرایه اخلي، خو که د شا په سیټ کې ښځه نه وي نو د مخې په سیټ کې له یوې ښځې د دوو کسانو کرایه اخلي.»

نوموړې له ترانسپورټ وزارته غواړي چې کابل کې بېرته ښاري ملي بسونه فعال کړي او یا په هره سیمه کې ښځو ته موټر ځانګړي کړي ځو د ښځو ستونزې حل شي.

په ورته مهال، د کابل ښار د کوټه‌سنګي سیمې اوسېدونکي مهناز چې په یوه خصوصي روغتون کې د نرسې پر توګه کار کوي، هم دغه ډول شکایت لري.

هغه وايي: «په مني او ژمي کې له یوې سیمې بلې سیمې ته د تګ راتګ ستونزې ډېرېږي؛ ځکه ورځې لنډیږي او ګڼه کوڼه ډېره ده، موټر ډېر نه وي، نو له دې امله په تم‌ځای کې څو ساعته دریږو، ان داسې ورځې هم راغلې چې د ماښام له اذان وروسته کور ته رسېدلې یم، که کوم موټر پیدا شي نو نارینه ژر ورپورته کېږي، موږ نجونو ته هیڅ نوبت نه راکوي.»

هغه چې هره ورځ له کوټه‌سنګي تر کارته‌چهاره ځي، وايي، پر دغه لار ښاري بس نه شته، باید د ترانسپورت وزارت دې برخې ته پاملرنه وکړي.

یوازې ښځې نه بلکې یو شمېر نارینه هم د ترانسپورټي منظم سیسټم نه شتون له امله شکایت لري.

د رحیم‌الله ستانکزي په نوم یو سپین ګیری په دې اړه وايي: «منظم ترانسپورټي سیسټم نه شته، تېرو شلو کلونو کې حکومت د دې ستونزې حل ته پاملرنه نه ده کړې او اوس هم حکومت چندان پاملرنه نه کوي.»

هغه زیاته کړه: «نږدې ۳۵ کاله مخکې خلکو ته ډېرې اسانتیاوې وې، ملي بس او دوراني موټرونه وو چې کرایه یې یوه افغانۍ وه، همدا چې د موټر څوکۍ به ډکې شوې، حرکت به یې وکړ، د اوس په څېر نه و چې د موټرو منځ ډک کړي، دغه راز، هغه وختونو کې په سیمو کې برقي موټرونو هم فعالیت کاوه.»

هغه د ترانسپورټ له وزارته غواړي چې د ښار په ټولو مسیرونو کې د ښاري بسونو فعالولو ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز، د کابل ښار د پنج‌صد فامیلي اوسېدونکی احمد ولي چې په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي او هره ورځ له دې سیمې شهرنو ته ځي، په دې مسیر کې د ښاري بسونو له نه شتون شکایت لري.

هغه زیاته کړه: «تل د ماښام له لمانځه وروسته کور ته رسېږم، ځکه چې موټر نه شته، اوس ټونس موټر ډېر په سختي پیدا کېږي او واړه موټرونه هم لوړه کرایه غواړي.»

ټول هغه خلک چې مرکه ورسره شوې، له اسلامي امارته غواړي چې د ښاري منظم ترانسپورټ جوړولو برخې او په ځانګړې توګه د ښار ملي بسونو ته جدي پاملرنه وکړي.

بلخوا، د ملي‌بسونو د تصدي شرکت رییس مولوي عبدالولي سعد وايي: «څنګه چې ټول ګران هېوادوال په جریان کې دي، د شرکت نوي رییس کابل ښار کې د دغه شرکت فعالیتونه چې مخکې ډېر محدود وو، له څلورو مسیرونو څخه دوولس مسیرونو ته وغځول، د ترمیم دوکانونه مو چې د بسونو اساسی ترمیم، کپي کشي، رنګمالي او د سیټونو ګنډل په کې شامل دي، فعال کړل او پلان لرو چې خپل بسونه ترمیم کړو او په ښاري مسیرونو کې یې فعال کړو چې د ترمیم پروسه په چټکۍ روانه ده.»

نوموړي زیاته کړه، یاد شرکت د بسونو له ترمیم پرته پلان لري چې د افغان پانګه‌والو له لارې نور وسایط هم وپېرې او ښار کې یې فعال کړي.

د هغه په خبره، هڅه کوي چې عصري او مدرن بسونه وپېري او په ښار کې یې فعال کړي او ان د کرایې راټولولو سیسټم به هم د کارت په شکل وي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version