منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ښاریان

۱۶ راپورونه

راپورونه

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: اوسنیو پرچاویو ته په کتو بېلونو کې د برېښنا لګښت ډېر راځي

د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د برېښنا له پرچاویو سره د برېښنا بېلونو له لوړېدو شکایت کوي او اړوند ریاست د پرچاوۍ ستونزه مني، وایي هغه کسان دې مراجعه ورته وکړي چې د بېلونو له لوړوالي شکایت لري.

کابل ښاریان: ښاري بسونه دې بېرته فعال شي

یو شمېر کابل ښاریان په تېره بیا ښځې د منظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له نشتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري ملي بسونو سیسټم بېرته فعال کړي.

د ژمي رانږدې کېدل؛ د کابل یو شمېر ښاریان: د سون توکو بیې لوړې دي، د پېرلو وس یې نه لرو

د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.

د تالقان ښاریان: د ښاري فرهنګ مراعاتولو ته نه پاملرنه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی

د تخار د مرکز تالقان ښار ځیني اوسېدونکي د چاپېریال ککړتیا له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د خلکو او هوټل‌لرونکو له خوا د ښاري فرهنګ او نظافت مراعاتولو ته نه پاملرنه او په حمامونو کې د تصفیه‌کوونکو وسایلو نه شتون په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لامل شوي دي.

د صنعتګرو ټولنه: د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ له امله په کابل کې د ۹۰ سلنه صنعتي فابریکو فعالیت درېدلی

د کابل ښاریان او صنعتګر د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیتونه درولي؛ خو برېښنا شرکت د هواري لپاره یې د هڅو پیلېدو خبر ورکوي.

غړي

د زرنج ښاریان د برېښنا بیلونو له لوړېدو شکایت لري

د نیمروز مرکز زرنج ښار ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې د تېرو دورو په پرتله یې د اوسنۍ دورې د برېښنا بېلونو لګښت کې درې برابره زیات راغلی، خو مسوولین وايي چې په ګرمو او سړو موسمونو کې د برېښنا مصرف ډېرېږي چې ورسره په بیلونو کې یې هم لوړوالی راځي.