ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښاریان د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري

د خوست ښاریان د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري

author avatar
5 Jun 2023 - 15:26
د خوست ښاریان د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري
author avatar
5 Jun 2023 - 15:26

خوست ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د خوست يو شمېر ښاريان شکايت کوي چې د لاسي‌پلورونکو له خوا د توکو د پلور په موخه د لاوډسپیکرونو کارول په ښار کې غږيزه ککړتيا رامنځته کړې ده.

دوی وايي، دې چارې له ګڼو رواني ستونزو سره مخ کړي او له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغو لاوډسپیکرونو د استعمال مخه ونيسي.

د خوست ښار يو اوسېدونکی دين‌محمد ځلاند وايي، د ښار په هره کوڅه او سړک کې لاسي‌پلورونکو د توکو د پلور په موخه له کوچنيو لاوډسپیکرونو څخه استفاده کوي.

هغه پژواک ته وويل، که څه هم لاسي‌پلورونکي دغه کار ځان ته د مشتريانو د پاملرنې راجلبولو په موخه کوي، خو د غږونو تکرار دوی له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: «دغه لاوډسپیکرونه ټوله ورځ غږېږي، رواني مشکلات يې مونږ ته پيدا کړي، څوک دومره حوصله لري چې ټوله ورځ دغه غږونه واوري، دا یوه ستونزه ده چې ښاروالي يې بايد مخه ونيسي.»

د خوست ښار يو بل اوسېدونکی رحمان ارمان بيا وايي چې لاسي‌پلورونکي پر ښار سربېره په کليو کې هم له لاوډسپیکرونو کار اخلي او د خپلو توکو د پلورلو په موخه نارې پکې وهي.

هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ښاروالۍ له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغه کار مخه ونيسي؛ ځکه د هغه په وينا چې خلک يې له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي زياته کړه: «په خوست ښار کې سخته غږيزه ککړتيا ده، بايد جدي يې مخه ونيول شي.»

په ورته مهال د ذاکرالله په نوم د خوست ښار يوه لاسي پلورونکي پژواک اژانس ته وويل که چېرې لاوډسپيکر روښانه نه کړي نو خلک د توکو پېرلو ته نه ورځي.

بل پلو، د خوست ښاروالۍ مسوولين بيا وايي چې په ښار کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او د لاوډسپيکرونو راټولولو لړۍ يې پيل کړې ده.

د خوست ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر نسیم جان ملګري پژواک ته وويل، د غږیزې ککړتیا د مخنيوي په موخه د دوی کارکوونکي د ښار په کوڅو او سړکونو کې ګرځي او کوچني لاوډسپيکرونه راټولوي.

هغه وويل، څه موده وړاندې یې لاسي پلورونکو ته د لاوډسپيکرونو د استعمال په اړه عامه هم پوهاوی ورکړی دى.

د یادونې ده، څه موده وړاندې د هېواد په ځينو نورو ښارونو کې هم خلکو د غږیزې ککړتيا له ډېرېدو څخه شکايت درلودل او له مسوولينو غوښتنه کړې وه چې د دغه کار مخه ونيسي.

Visits: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.