ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صنعتګرو ټولنه: د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ له امله په کابل کې د ۹۰ سلنه صنعتي فابریکو فعالیت درېدلی

د صنعتګرو ټولنه: د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ له امله په کابل کې د ۹۰ سلنه صنعتي فابریکو فعالیت درېدلی

author avatar
23 Jan 2023 - 19:40
د صنعتګرو ټولنه: د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ له امله په کابل کې د ۹۰ سلنه صنعتي فابریکو فعالیت درېدلی
author avatar
23 Jan 2023 - 19:40

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل ښاریان او صنعتګر د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیتونه درولي؛ خو برېښنا شرکت د هواري لپاره یې د هڅو پیلېدو خبر ورکوي.

د کابل ښاریان داسې مهال د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي چې څه موده مخکې د اوبو او انرژۍ وزرات اعلان وکړ، له ازبکستانه د وارداتي برېښنا تړون تر ۲۰۲۳ زېږدیز کال پورې تمدید شوی او افغانستان د برېښنا له درکه د هېڅ هېواد پوروړی نه دی.

دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې برېښنا شرکت د مرغومي په ۲۳مه اعلان وکړ چې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله په ازبکستان کې پرې شوې ده.

کابل ښاریان: په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته برېښنا لرو

د کابل د دشت‌برچي اوسېدونکې فرېبا د برېښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو شکایت کوي او وايي: «هر کال د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي زیاتېږي او دا ژمی هم د نورو ژمو په څېر بې برېښنا یو.»

هغې وویل، وروستیو دوامداره پرچاویو خلک له ستونزو سره مخ کړي او زیاته یې کړه: «په دې وروستیو ورځو کې په ۲۴ ساعتونو کې له دوه ساعته ډېره برېښنا نه لرو.»

فریبا وايي، د ژمي له پیلېدو سره په هېواد کې دغو ټولو ستونزو او اوس د خوراکي او سون‌توکو بیو پر لوړېدو سربېره د برېښنا پرچاوۍ، خلک له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

هغې وویل: «اوس یوازینی څیز چې موږ یې غواړو دا دی چې لږ تر لږه باید په ۲۴ ساعتونو کې ۳ ساعته د ورځې او ۳ ساعته د شپې برق ولرو؛ اوس داسې شوی کله چې د شپې برق راشي موږ ټول ویده یو او په سهار کې بیا له اذانه مخکې برېښنا بېرته ځي چې موږ هیڅ ډول استفاده نه شو ترې کولای.»

په ورته مهال، د کابل د کارته‌پروان اوسېدونکی بهیراحمد هم د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت لري او وايي، د برېښنا پرچاوۍ ټول له ستونزو سره مخ کړي، د برېښنا نشتوالي له امله د اوبو له کمښت سره هم مخ دي.

هغه زیاته کړه: «د ورځې له دوو تر درې ساعته برېښنا لرو، دغه وضعیت له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو.»

نوموړی هم له حکومته غواړي د برېښنا نشتوالي ستونزې هواري برخه کې اقدام وکړي.

د صنعتګرو ټولنه: د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ له امله په کابل کې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیت درېدلی دی.

د افغانستان د صنعتګرو ټولنې رییس عبدالجبار صافی هم د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي: «د پلچرخي په صنعتي پارک کې نږدې ۵۸۵ فابریکې فعالیت کوي چې د برېښنا نشتوالي له امله د نږدې ۹۰ سلنه دغو فابریکو کارونه درېدلي دي.»

د هغه په خبره، په یادو فابریکو کې شاوخوا ۴۵ زره کسان پر کار بوخت وو، خو د برېښنا د دوامدارې پرچاوۍ له امله، ۸۰ سلنه دغه کارکوونکي بېکاره شوي دي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې دوې میاشتې مخکې صنعتي فابریکو ته د ورځې ۵ ساعته برېښنا ورکول کېده، زیاته کړه: «۱۵ ورځې کېږي چې د پل‌چرخي صنعتي فابریکو ته هېڅ برق نه دی راغلی او ټول کارکوونکي رخصت دي او کارونه صفر ته رسېدلي دي.»

د هغه په وینا، د کابل پر صنعتګرو سربېره، د کندهار، هرات، ننګرهار، خوست او پکتیا صنعتګر هم د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

صافي په ټینګار سره وویل، ۱۰ سلنه فابریکې کولای شي له جنراتورونو استفاده وکړي، د پاتې نورو ټول فعالیتونه درېدلې دي.

هغه زیاتوي، په وروستیو شلو کلونو کې افغانستان ته ډېرې پیسې راغلې، خو د برېښنا د تولیدي فابریکو جوړولو په برخه کې کوم کار نه دی شوی.

د صنعتګرو ټولنې رییس له سرپرست حکومته وغوښتل چې د برېښنا په برخه کې د ځان‌بساینې لپاره لاس په کار شي او په هېواد کې د برېښنا انرژۍ تولید فابریکو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید سرچینو ته په اشارې سره وویل، په هېواد کې د اوبو، باد، لمر، ډبرو سکرو او ګازو کافي سرچینې موجودې دي.

د هغه په خبره، برېښنا شرکت باید صنعت‌کارانو ته د برېښنا له داخلي سرچینو (نغلو بند، ماهیپر او سروبي) څخه د ورځې لږ تر لږه ۵ ساعته برق ورکړي، له دې پرته به د صنعتي فابریکو کارونه ودرېږي.

برېښنا ریاست: د برېښنا پرچاوي په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

برېښنا شرکت نن (د سلواغې ۳مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، په پرله‌پسې هڅو توانېدلي چې د کابل – لوګر سیند کانالونه پرانیزي چې ورسره د ماهیپر فابریکې د برېښنا تولید کچه په یوه ساعت کې له ۱۸ میګاواټو څخه ۲۴ میګاواټو ته لوړه شوه.

په دغه ټویټ کې راغلي چې په دغه کار سره د ماهیپر د فابریکې د برېښنا تولید کچه د نورو ورځو په پرتله په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۴ مېګاواټه ته رسېدلې ده.

په ورته مهال، د برېښنا شرکت رییس مولوي حکمت‌الله اخندزاده پژواک ته وویل چې د برېښنا دوامداره پرچاوي په اربکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله ده.

هغه وايي، ازبکستان د هوا سړېدو او اوبلن ګاز د استخراج کموالي له امله د برېښنا انرژۍ د تولید له کمښت  سره مخ شوی چې په پایله کې یې پر افغانستان هم برېښنا کمه کړې ده.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړه چې دغه شرکت د برېښنا نشتوالي ستونزې د هواري هڅې پیل کړې دي.

 په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ازبکستان خپل صادراتي برېښنا په سختو شرایطو کې پرې کړې ده.

هغه وویل، ازبکستان له برېښنا شرکت سره افغانستان ته د ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون لاسلیک کړی او زیاته یې کړه: «ازبکستان باید پر خپلې هغې ژمنه ودرېږي چې له برېښنا شرکت سره یې کړې ده چې څه باندې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا به افغانستان ته ورکوي، له بده‌مرغه چې هغه برېښنا یې اوس پرې کړې او هېوادوال له ستونزو سره مخ دي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو واردوي او پاتې ۳۰ سلنه نور له داخلي سرچینو تولیدوي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.