ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: د سړکونو غاړو ته غیرصحي خواړه پلورل کېږي

کابل ښاریان: د سړکونو غاړو ته غیرصحي خواړه پلورل کېږي

author avatar
8 Mar 2023 - 19:20
کابل ښاریان: د سړکونو غاړو ته غیرصحي خواړه پلورل کېږي
author avatar
8 Mar 2023 - 19:20

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): یو شمېر ډاکټران او د کابل ښار اوسېدونکي وايي، ځیني هوټل‌لرونکي او خلک چې د سړکونو غاړو ته بېلابېل ډول خواړه پلوري پاکوالی نه مراعتوي او دا چاره د ځینو ناروغیو لامل ګرځي.

خو یو شمېر د هوټلونو څښتنان او د سړکونو غاړو ته خواړه‌پلورونکي د دې موضوع په ردولو سره وایي، د خوړو په پخولو کې تر وروستي بریده پاکوالی مراعتوي.

ښاریان: د سړکونو غاړو ته خوراکونه خوندور دي خو په پخولو کې یې پاکوالی سم نه مراعتېږي.

د کابل ښار د کارته چهار سیمې یوه اوسېدونکي احمد ولي پژواک ته وویل: «ما تل د سړک غاړې ته تیار خوراکونه خوړل او بیخي عادت شوی وم، خو ډېره راته ګرانه تمامه شوه، ځکه چې د معدې تکلیف مې پیدا کړی، کله چې ډاکټر ته لاړم راته یې وویل معده دې مکروبي شوې ده.»

د هغه په خبره، معالج ډاکټر یې ورته ویلي و چې د معدې مکروبي کېدو لامل یې پر مکروبونو ککړې غذا خوړل وو.

همداراز د کابل ښار د کارته نو سیمې یوې اوسېدونکې ستارې احمدزۍ هم ورته شکایت درلود او ویي ویل: «زه او د کاکا لور مې چې کورس ته تلو ډېر مو خوښېده چې له کوره بهر خواړه وخورو، په ځانګړي ډول بولاني، برګر او چپلي کباب؛ خو هر ځل مو چې خوړل معده به مو په درد کېده، په وروستي ځل مو چې وخوړل دواړو ته د زړه بدوالی پیدا شو.»

نوموړې وایي، د سړکونو غاړو ته او ځینو هوټلونو کې پخېدونکي خواړه خوندور دي خو صحي نه دي.

د سړکونو غاړو ته خواړه پلورونکي او هوټل‌لرونکي: صحي خواړه پلورو

د کابل ښار په ده‌افغانانو سیمه کې کله او پاچه پلورونکی عزت‌ګل وايي: «ما په جلال‌اباد کې کار کاوه، دوه کاله کېږي چې د کابل په ده‌افغانانو سیمه کې کله او پاچه او مغز پخووم او پلورم یې، همېشه کوښښ کوم چې نظافت مراعت کړم، زما دوکان ته د ورځې شاوخوا ۱۰۰ کسان د کله او پاچې خوړولو لپاره راځي، که مې نظافت نه وای مراعت کړی، دومره مشتریان به مې نه درلودل.»

په ورته وخت کې، د کابل ښار په پل خشتي سیمه کې یوه ماهي، ځلوبۍ او حلیم پز رامین‌الله وویل: «۷۰ کاله کېږي چې د پلار او نیکه له وخته کبان او ځلوبۍ پخوو، د خدای شکر دی زموږ کار ښه دی، له مخکې نه لږ کم شوی خو د الله شکر دی نظر نورو ځایونو ته بیا هم زموږ پلور ښه دی، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ مشتریان لرو.»

هغه هم وایي، پاکوالی مراعتوي او تر اوسه هېڅ مشتري د ځلوبیو او کبانو له ناپاکوالي څخه شکایت نه دی کړی.

ډاکټران: له غیرصحي خوړو استفاده د ناروغیو لامل ګرځي

د کابل ښار د انتاني روغتون یوه متخصص ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري پژواک ته وویل، په ځينو خوراکونو لکه بولاني، برګر او چپس کې چې په کابل ښار کې پلورل کېږي، ډېره کمه حفظ‌الصحه مراعتېږي او استفاده کوونکي یې پر غذايي تسمم اخته کېدلای شي.

د هغه په خبره، د روغتیا نړۍوال سازمان د نوو شمېرو له مخې، د نړۍ په کچه هر کال شاوخوا ۶۰۰ میلیون کسان پر غذايي مسمومیت اخته کېږي چې له دې ډلې ۲۴۰ زره یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر عمري د حفظ الصحې مراعتولو باندې د ټینګار ترڅنګ وویل، په صابون سره د لاسونو مینځلو او د سړکونو پر غاړو خرڅېدونکو خوړو نه خوړلو سره د ناروغیو خپرېدو مخنیوی کېدای شي.

د فرانسویانو په طبي انسټیټیوټ کې د میندو او ماشومانو لپاره د تخصص پروګرام مسوول ډاکټر مرتضی هوفیاني په دې اړه وایي: «د سړکونو په سر او ځينو هوټلونو کې چمتو کېدونکو خوړو کې پاکوالی کم مراعتیېږي، د هغو کیفیت ټيټ وي، ډېر زیات امکان لري چې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي، ځيني کسان چې دا خواړه برابروي، د خوړو لپاره چې له کومو اوبو استفاده کوي هغوی ډېر کم پوهاوی لري چې دا د ستونزو لامل کېږي.»

د نوموړي په خبره، هغه خواړه چې د سړکونو پر غاړو او ازاده فضا کې پلورل کېږي، د څښاک پاکو او د ساتنې لپاره یې د یخچال او نورو امکاناتو نه لرلو له امله خوسا او غیرصحي کېږي او خوړونکي یې پر بېلابېلو مکروبي ناروغیو اخته کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې ویلی شم هغه خواړه چې د سړک په سر پخېږي، دا چې ساحه یې ښه نه ده او هغه کسان چې دا خواړه تیاروي پوهاوی نه لري او ښه ساتل کېږي هم نه او له پخولو وروسته ژر خوړل کېږي هم نه، کولی شي چې ډېرې ناروغۍ را منځته کړي.»

نوموړی هغو کسانو ته چې د سړکونو پر سر خواړه تیاروي سپارښتنه کوي، له باکیفیته او پاکو موادو استفاده وکړي او د پخولو ځای او وسایل هم باید پاک وي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د غذایي موادو د مصونیت امریت هغو خوړو ته چې په هوټلونو او د سړکونو غاړو ته پخېږي جدي پاملرنه لري او هغه کنټرولوي.

هغه زیاتوي: «د هېواد اوسنيو شرایطو ته په کتو د یادې ستونزې هواري په موخه د یاد امریت پلان او پالیسي دا ده، هغه خلک چې د سړکونو پر سر د خوړو په برابرولو او وړاندې کولو بوخت دي د حفظ الصحې د مراعتولو اصولو په موخه دې دوی له وترین څخه استفاده وکړي، څو د غذايي موادو د ملوث کېدو مخنیوی وشي او یا دې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ یو مشخص ځای چې په هغه کې حفظ الصحه مراعت شوي وي او لږ تر لږه په هغې کې د ککړتیا اندازه کمه وي ځانته اختیار کړي.»

په ورته وخت کې، د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وایي، د ښاروالۍ د کنټرول ټيمونه تل هغه د هغو هوټلونو او خلکو د خوړو کیفیت څاري چې د سړکونو غاړو ته خواړه پخوي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.