ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک هرات ښار کې له ډېرې ګڼې‌ګونې او بې‌نظمیو شکایت کوي

یو شمېر خلک هرات ښار کې له ډېرې ګڼې‌ګونې او بې‌نظمیو شکایت کوي

author avatar
12 Mar 2024 - 16:18
یو شمېر خلک هرات ښار کې له ډېرې ګڼې‌ګونې او بې‌نظمیو شکایت کوي
author avatar
12 Mar 2024 - 16:18

هرات (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د هرات یو شمېر ښاریان په دغه ښار کې د ګنې‌ګوڼې له زیاتوالي او د ترافیکي بې‌نظمیو له امله شکایت کوي او وايي، مسوولین باید دې ستونزې ته مناسبه حل لاره پیدا کړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي سیدحنیف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نقلیه وسایطو ډېرېدو له امله ښار کې ګڼه‌ګونه رامنځته شوې او اړوندې ادارې باید موټرلرونکو لپاره ښار کې دننه پراخه پارکینګونه جوړ کړي څو د ښار په کچه د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي او غوره ښاري نظم رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه، په ښار کې څو ځله د ترافیکي پېښو شاهد و او له موټرچلوونکو هم غواړي چې د ښاري نظم په موخه د قوانینو په رعایتولو له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي څو د ترافیکي پېښو او بې‌نظمیو مخنیوی وشي.

د هرات یو بل اوسېدونکی بسم‌الله پویا هم ښار کې د ډېرې ګڼې‌ګونې له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ښار کې پراخ پارکینګونه اړین دي او هرات ښار کې له تېرو پنځلس کلونو راهیسې دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه، حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د ټولنیزو چاروپوهان د قانونونو او نظم پر موجودیت او د دغو قانونونو پر عملي کولو ټینګار کوي او وايي، باید د اړوندو ادارو له لوري اړین امکانات برابر شي.

یوه کارپوه محمدمسلم مروي پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوې ټولنه کې د ښاري نظم نشتون د ګڼې‌ګوڼې لامل کېږي او باید دې برخه کې قوانین او اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه زیاتوي، ښار کې باید په منظمه توګه له معیار سره سم ترافیکي څراغونه فعال وي.

ورته مهال، د هرات د ترافیکو په عمومي مدیریت کې مسوولین په ښار کې د دغه ډول ننګونو په منلو سره وايي، هرات ښار کې د نفوس ډېرېدو له امله دا ستونزه هم رامنځته شوې ده.

د یاد ولایت د ترافیکو عمومي مدیر پژواک خبري اژانس ته وویل، هرات کې څه باندې ۳ میلیون نفوس دی او څه باندې ۳۰۰ زره نقلیه وسایط لري چې ښار کې د شته بې‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې ستونزه څو ادارو پورې تړلې ده.

د هرات د ترافیکو عمومي مدیر وايي، د پارکینګ نشتون د ښاري ګڼې‌ګوڼې یو له اصلي لاملونو څخه دی چې په تېرو شلو کلونو کې د پارکینګ ودانیو جوړلو پر مهال پام کې نه دی نیول شوی او د دې ترڅنګ ښار کې زرګونه رکشاګانې هم تګ راتګ کوي.

اکبري زیاتوي، ښار کې څه باندې ۴۰ زره ریکشاګانې شته چې ډېری چلوونکي یې لایسنس نه لري او له ترافیکي قوانینو څخه بې خبره دي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې د ښاروالۍ، ترافیکو او ترانسپورټ ادارې د هرات له ځایي ادارې سره په تفاهم د بې‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې کمولو لپاره مناسبه حل لاره پیدا کړي.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.