ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: اوسنیو پرچاویو ته په کتو بېلونو کې د برېښنا لګښت ډېر راځي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: اوسنیو پرچاویو ته په کتو بېلونو کې د برېښنا لګښت ډېر راځي

author avatar
2 Mar 2024 - 14:27
د کابل یو شمېر اوسېدونکي: اوسنیو پرچاویو ته په کتو بېلونو کې د برېښنا لګښت ډېر راځي
author avatar
2 Mar 2024 - 14:27

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د برېښنا له پرچاویو سره د برېښنا بېلونو له لوړېدو شکایت کوي او اړوند ریاست د پرچاوۍ ستونزه مني، وایي هغه کسان دې مراجعه ورته وکړي چې د بېلونو له لوړوالي شکایت لري.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو بیا پژواک ته ویلي چې د برېښنا پرچاویو له زیاتېدو سره یې د برېښنا په بېلونو کې بدلون نه دی راغلی؛ په داسې حال کې چې د برېښنا له کمېدو سره یې باید بېلونه هم کم شوي وای.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شرکت خلکو ته په نورمال حالت کې له ۷۰ تر ۷۵ سلنه برېښنا ورکولای شي، خو په ژمي کې دغه کچه ۵۰ سلنې ته ټيټه شوې ده.

یو شمېر کسان د برېښنا له پرچاویو سره د بېلونو له لوړوالي سرټکوي.

د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند د قابل‌بای سیمې یوه اوسېدونکي رحیم‌‌الله خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هوا په سړېدو سره په یاده سیمه کې برېښنا نوبتي شوې ده.

د هغه په وینا، یوه شپه په یوه فاز کې د شاوخوا څلورو ساعتونو لپاره برېښنا وي او بله شپه په بل فاز کې شاوخوا څلور ساعته برېښنا وي او د دې سیمې خلک د ورځې هم د یوه یا دوو ساعتونو لپاره برېښنا لري.

د ده په خبره، یادو ساعتونو ته په پام، باید د پخوا په پرتله د برېښنا په لګښت (بېلونو) کې هم کموالی راغلی وای، خو برعکس بېلونه د پخوا په پرتله لوړ راځي.

نوموړي د خپل کور د برېښنا بېلونه پژواک ته وښودل او ویې ویل چې مخکې به یې د برېښنا بېل له ۱۲۰ تر ۵۰۰ افغانیو راته، خو د تېرې لېندۍ میاشتې بېل یې لس زره او ۵۰۵ افغانۍ او د مرغومې میاشتې بېل یې ۳۵۰۰ افغانۍ راغلی و.

خاکسار وایي: «موږ په کور کې ټلوېزیون نه لرو، برقي بخارۍ نه لګوو، د کالیو مینځلو ماشین نه لرو، یوازې درې ګروپونه دي، له اب‌ګرمي څخه کار اخلو او موبایلونه چارجوو، کله چې لس‌نیم زره بېل را باندې راغی، هغې پسې ګرځېدم چې ورپسې د بلې میاشتې درې نیمه زره افغانۍ راغی.»

هغه چې ۱۷ کاله عمر لري، وایي یتیم دی، له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی او نه یې شو کولای چې یادې پېسې تحویل کړي؛ نو ځکه یې د برېښنا ریاست ته په دې اړه عریضه وکړه.

خاکسار وایي: «لس ورځې ور پسې ورګرځېدم، نهمه ناحیه کې او د برېښنا په ریاست کې یې راته ویل، دا چې هره ستونزه ده، دا برق اوس ستاسو له مېټر څخه مصرف شوی، مجبور یې بېل یې تحویل کړې، خو که غواړې دا ستونزه دې حل شي، موږ مېټر وړو، معاینه کوو یې او بیا به ته بل برېښنا یې مېټر اخلې، دا پروسه له یوې میاشتې ډېر وخت نیسي، ما چې پوښتنه وکړه په نوي مېټر هم تر لس یا ۱۵ زرو زیات لګښت راته، پیسې مې قرض کړې او دا بېلونه مې تحول کړل.»

د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د ارزان قیمت سیمې اوسېدونکی فرهاد کریمي هم وایي: «په دې ژمي کې خو برق بیخي خراب شوی، نه یې په راتګ پوهیږم او نه یې په بېرته تګ، نیمه شپه راغلی وي، سهار چې را وېښ شو، بېرته تللی وي.»

هغه وایي چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې له درېیو تر څلورو ساعتونو برېښنا لري.

هغه زیاتوي چې مخکې به یې د کور د برېښنا شاوخوا ۷۵۰ افغانۍ میاشتنی لګښت و، خو اوس چې برېښنا ډېره کمه هم ده د یوې میاشتې بېل یې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ راځي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست پخواني رییس نظرمحمد مطمین هم تېره اونۍ (د کب پنځمه) د برېښنا بېلونو انځورونو په خپرولو سره پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و: «یو ملګري د برق دغه بېلونه رالېږلي، وایي خدای (ج) دې دا دوه ساعته برق ورځ کې یو ساعت کوي نه، کنه بېل به څلور چنده شي چې برق و نو بيل یې هم کم، اوس چې ورځ کې دوه ساعته برق وي بیل یې تر پخوا دوه او درې چنده زیات راغلی، ممکن تخنیکې ستونزه یا غفلت د مامورینو به وي چې هره میاشت به میټر نه ګوري او کله نا کله به یې له اټکل بېل ترتیبوي.»

خو د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند قصبې سیمې اوسېدونکی محمدامان پوپلزی بیا وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو تر پنځو ساعتونو برېښنا لري، او په بېلونو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

هغه وایي: «زموږ د برق بېل، پخوا هم چې برېښنا به په ۲۴ ساعتونو کې تر لسو یا ۱۲ ساعتونو وه له ۵۰۰ نیولې تر ۸۰۰ افغانیو راته، اوس چې برق کم دی هم همدومره بېل راځي، د برق پرچاویانو ته چې وګورو باید بېلونه کم شي.»

د کابل ښار شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکی محمداغا هم د برېښنا له پرچاویو شکایت کوي او وایي چې پخوا به یې هم د برېښنا بېل له زر افغانیو تر ۱۲۰۰ افغانیو راته خو اوس چې برېښنا ډېره کمه هم ده، بېل د پخوا په شان راځي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي د خلکو د یادو شکایتونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «هوا سړه شوې ده، او د هوا له سړېدو سره مصارف هم لوړېږي او ورسره د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا کې ۵۰ سلنه کموالی لا هم شته،‎ لا هم دغه ستونزه نه ده حل شوې، یادې ستونزې د دې لامل شوې چې پرچاوي یوه اندازه زیاته شي.»

د هغه په وینا، دغه شرکت خلکو ته په نورمال حالت کې له ۷۰ تر ۷۵ سلنه برېښنا ورکولای شي، خو په ژمي کې دغه کچه ۵۰ سلنې ته راښکته شوې ده.

هغه وایي، کوم کسان چې د برېښنا بېلونو له لوړوالي شکایت کوي، دغه ریاست ته دې مراجعه وکړي او یاد ریاست به یې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۳۰ مېګاواټه برېښنا له ازبکستانه، ۴۴۰ مېګاواټه له تاجکستانه، ۲۰۲ مېګاواټه له ترکمنستانه او ۱۰۲ مېګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا په هېواد کې دننه چمتو کوي چې ۱۰۰ مېګاواټه یې یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.