ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ښاریان: د ښاري فرهنګ مراعاتولو ته نه پاملرنه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی

د تالقان ښاریان: د ښاري فرهنګ مراعاتولو ته نه پاملرنه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی

author avatar
19 Feb 2023 - 18:58
د تالقان ښاریان: د ښاري فرهنګ مراعاتولو ته نه پاملرنه د چاپېریال ککړېدو لامل شوی
author avatar
19 Feb 2023 - 18:58

تالقان (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د تخار د مرکز تالقان ښار ځیني اوسېدونکي د چاپېریال ککړتیا له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د خلکو او هوټل‌لرونکو له خوا د ښاري فرهنګ او نظافت مراعاتولو ته نه پاملرنه او په حمامونو کې د تصفیه‌کوونکو وسایلو نه شتون په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لامل شوي دي.

د تالقان یو اوسېدونکی انجنیر عبدالله وايي، خلک د ښاري ژوند له فرهنګ سره بلد نه دي؛ خځلې او کثافات د ښار په هره برخه کې اچوي، حمامونه که څه د ډبرو له سکرو استفاده کوي، خو تصفیه‌کن نه لري چې لوګي یې د خلکو ځورولو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په تالقان کې یو شمېر هوټل لرونکي هم نظافت نه مراعاتوي چې د یاد ښار هوا او چاپېریال یې ککړ کړي دي.

هغه د ځايي حکومت له مسوولینو غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د تالقان ښار يو بل اوسېدونکی حجت‌الله خردمند وايي، که په هوټلونو کې نظافت مراعات شي او د حمامونو لوګی کنټرول شي، نو نه يوازې دا چې خلک به نه ځورېږي، بلکې د ښار او چاپېريال په پاک ساتلو کې به یې خپله ديني او ایماني وجیبه ادا کړې وي.

نوموړی هم ټینګار کوي چې حکومتي مسوولین باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، په تالقان کې یو هوټل‌لرونکی امیرمحمد وايي: «تېره اونۍ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو یو هوټل – چې نظافت یې نه و مراعات کړی – وتاړه، موږ به هم وروسته له دې د چاپېریال ساتنې او عامې روغتیا مسوولینو په غوښتنه او د خلکو د ډاډ لپاره، پاملرنه کوو.»

هغه زياتوي، د نظافت رعایت د دې لامل کېږي چې مراجعين یې ډېر شي او هم به خلک شکايت نه کوي.

په ورته وخت کې، د تخار چاپېريال ساتنې رييس ډاکټر زبير نعيمي پژواک ته وويل چې د دغه رياست څېړنيز ټيم هره ورځ د تالقان له ښار څارنه کوي.

نوموړي زياته کړه، تر اوسه يې د چاپېريال ککړتيا زياتېدو مخنيوي په موخه ۷۰ سلنه حمامونو ته د تصفیې وسایل نصب کړي او د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت روغتيايي مسوولينو هم د چاپېريال ککړتيا مخنيوي لپاره د یاد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د کثافات سوځولو بټۍ ګټې اخیستنې ته سپارلی وه.

Visits: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.