کابل (پژواک، د غومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د ارتوپیدي برخې یوه متخصص پر شکستهبند د ماتو هډوکو درملنه زیان پېښوونکې بولي او له خلکو غواړي چې د هډوکو د سنتي درملنې پر ځای دې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
که څه هم په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې روغتیایي خدمات ښه شوي؛ اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې د دولتي روغتونونو ترڅنګ خصوصي روغتونونه هم فعالیت لري، خو اوس هم یو شمېر خلک د ماتو هډوکو درملني لپاره شکستهبند ته ورځي.
یو شمېر خلک: په سنتي ډول د ماتو هډوکو درملنه ښه نتیجه ورکوي
د کابل ښار یوه اوسېدونکي محمدهارون نجمي چې ورور یې شکستهبند ته راوستلی و، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ورور لاس یې په لوبه کې ژوبل شو، سخت درد یې درلود، اوس یې شکستهبند ته راوستلی چې ور پر ځای یې کړي.
نوموړی چې د شکستهبند له خوا درملنه موثره بولي، خو وایي که د ورور لاس یې ښه نه شو، وروسته به یې ډاکټر ته بوځي.
ورته مهال، د کابل ښار د هوتخېلو سیمې یوه اوسېدونکي شفیع اغا وویل: «زه هیڅ پیاده نه شوای ګرځېدای، چا راته د دغه ځای ادرس راکړ، لومړی مې ملا، بیا مې پښو درد کاوه، درې یا څلور هفتې کېږي چې له دې ستونزې سره مخ یم، درمل مې هم واخیستل، د ملا د مهرو عکس مې هم واخیست، عکس کې معلومه شوه چې د ملا مهرې ناستې دي.»
هغه زیاته کړه: «اوس دلته راغلی یم، خلکو راته ادرس راکړ، وایي چې کار یې ښه دی، خلک ترې راضي دي، خلک ورته وایي چې لاس یې شفاء لري، خدای مهربان دی ګوندې ښه شم.»
خو ډاکټران د شکستهبندانو له خوا د ماتو شوو هډوکو درملنه ردوي
د کابل په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د ارتوپیدي یوه متخصص ډاکټر حامد جمال د شکستهبند له خوا د ماتو هډوکو درملنه خطر پېښوونکې وبلله او ویې ویل، په ځلونو له داسې ناروغانو سره مخ شوی چې لومړی شکستهبند ته تللي او بیا یې چې وضعیت خراب شوی، دلته یې مراجعه کړې ده.
هغه وویل، ډېری ناروغان کمعمره ماشومان دي چې کورنیو یې شکستهبند ته بیولي دي.
هغه وایي: «ډېری وخت هغه ناروغان چې یا یې هډوکی کوږ جوړ شوی وي، یا تور شوی وي، یا یې هډوکی لنډ شوی وي او یا ان معلول شوي وي، موږ ته مراجعه کوي.»
هغه خپلې یوې ترخې خاطرې ته په اشاره وویل، یو کال مخکې یې دغه روغتون ته یو لس کلن هلک راوستلی و چې د لاس هډوکی یې د شکستهبند د ناسمې درملنې له امله تور شوی و چې بالاخره قطع شو.
د دغه متخصص په خبره، ډېری وخت ناروغان چې شکستهبند ته ورځي، شکستهبند سم ځای نه پېژني او غلط یې تړي، یا یې ډېر شخ تړي چې په نتیجه کې ناروغ له سخت درد سره مخ کېږي، هډوکی کوږ جوش کوي او یا توریږي چې د غړي پرې کېدو لامل یې کېږي.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه یاد ناروغان هغه مهال موږ ته مراجعه کوي چې وضعیت یې ډېر نازک شوی وي.»
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې د شکستهګۍ او د هډوکو د کسر درملنې په موخه دې د شکستهبند پر ځای روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «د شکستهبند له خوا د ماتو هډوکو درملنه سنتي طریقه ده، خو د طبابت له پلوه نقصان لري او د ناروغانو پر زیان تمامېږي.»
هغه کسان چې د شکستهبند له درملنې متضرر شوي
په وزیر محمد اکبرخان روغتون کې د غور ولایت یوه اوسېدوکي عبدالقسیم پژواک ته وویل چې یوه اونۍ مخکې یې موټرسایکل ټکر کړ، د اوږې هډوکی یې بېځایه شوی و، شکستهبند ته ورغی خو وروسته یې په اوږه کې درد ورځ تر بلې ډېرېدهډ د شکستهبند درملنه بې نتیجې وه.
د نوموړي په خبره، د دغه روغتون ډاکټرانو ویلي چې اوږه یې باید عملیات شي؛ ځکه هډوکي یې کوږ جوش کړی دی.
ورته مهال، د کابل په وزیرمحمد اکبرخان روغتون یوه بل ناروغ سلیمان احمدي وویل، دوه میاشتې مخکې یې پښه ماته شوې وه او د درملنې لپاره یې شکستهبند ورغی.
هغه وایي چې د شکستهبند درملنې نتیجه ور نه کړه، د پښې درد یې لا ډېر شو، ویې ویل: «ډاکتر ته ورتګ ښه دی؛ ځکه ډاکټر یې عملیات کوي، که شکستهبند ښه وای، اوس به زه ښه شوی وم، اوس ډاکټر وایي چې سیخ په کې تېروم او پېچ په کې ورکوم.»
دغه راز، د کابل ښار د قرهباغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان شېرین وویل، یونیم کال مخکې یې ملا درد کاوه، شکستهبند ته ورغی، دا چې ښه نه شو، بلکې وضعیت یې لا خراب شوی دی.
نوموړي وویل: «شکستهبند ته ورغلی وم، شکستهبند مې پښه کښته پورته کړه، تکلیف یې نه کړم، خو چې کله یې زما پښه کښته پورته کړه، ترقوترق یې کاوه، له هغه وروسته مې چهاربند تر پښو سوخت کاوه او کرار کرار مې درد ډېرېده.»
د هغه په خبره، سختو دردونو مجبور کړ چې د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته مراجعه وکړي، له معایناتو وروسته تشخیص شوه چې د ملا څلور مهرې یې سره نږدې شوې او باید عملیات شي.
دی په داسې حال کې شکستهبند ته له ورتلو پېښمانه دی چې د هغه په خبره، عملیاتو یې هم نتیجه نه ده ورکړې او ورځ تر بلې یې د ملا درد ډېریږي.
خو شکستهبندان څه وایي؟
د کابل ښار په تایمني سیمه کې یو شکستهبند ذبیحالله کربلایي چې دغه کسب یې له پلرونو زده کړی پژواک ته وویل: «د ماتو هډوکو، وتلو لاس او پښو، رګ، د نسا رګ، د وتلي نوم، د ملا د ډسک، اوږې، زنګانه او داسې نورو درملنه کوم، خو که د کوم ناروغ درملنه مو په وس پوره نه وي، ورته وایم چې ډاکتر ته مراجعه وکړي.»
نوموړي وویل چې د ورځې په اوسط ډول د شکستهګۍ او د هډوکو د کسر ۴۰ ناروغان له مرکز او بېلابېلو ولایتونو ورته راځي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د ناروغانو فیس مشخص نه دی، له ۵۰ افغانیو نیولې چې هر څومره وي اخلي یې، خو ځیني وخت چې کوم ناروغان د پیسو ورکولو وس ونه لري، وړیا درملنه یې کوي.
ذبیحالله په دې اړه چې ډاکټران وایي د شکستهبند له خوا د ماتو هډوکو درملنه زیان پېښوي، وایي: «زموږ تداوی ښه نتیجه ورکړې؛ ډېرې سختې شکستهګۍ چې سو شکل یې درلود او له عملیات پرته یې د جوړېدو امکان نه و او که یې عملیات کړي هم وای، د غړي د وچېدو او یا تورېدو امکان یې و، خو دغه ډول ناروغان زموږ له درملنې سره ښه شوي دي.»
ورته مهال، د کابل ښار په قلعه نجارا سیمه کې یو بل شکستهبند غازي محمد هم وایي چې دا مسلک یې له خپلو پلرونو زده کړی او په دې برخه کې له ۲۰ کاله ډېره تجربه لري.
هغه هم چې وايي د ورځې شاوخوا ۳۰ ناروغان له مرکز او ځینو ولایتونو ورته راځي، زیاته کړه: «داسې ناروغان راځي چې پښه یې وتلې وي، یا یې رګ وي، یا یې د غاړې رګ وي یا یې اوږه یا یې ملا بېځایه شوې وي.»
خو غازيمحمد د شکستهبندانو له خوا د ماتو هډوکو درملنې د خطرونو په اړه وویل: «شکستهبند ډېر دي، خلک رښتیا وایي، خو موږ پدري مسلکيان یو …. تر اوسه د خدای فضل دی په همدې موده کې چې دلته خدمت کوم، چا شکایت نه دی کړی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP