ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني کابل ښاریان د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي شکایت لري

ځيني کابل ښاریان د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي شکایت لري

author avatar
10 Nov 2022 - 15:25
ځيني کابل ښاریان د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي شکایت لري
author avatar
10 Nov 2022 - 15:25

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د یوه منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي په داسې حال کې شکایت لري چې مسوولین وایي، د داسې یوه سیسټم جوړولو لپاره ځیني پروګرامونه تر کار لاندې دي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.

پژواک خبري اژانس، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ځینو ښاریانو سره مرکې کړې دي چې ځينو یې ویلي، په سیمو کې یې ښاري بسونه فعالیت لري، خو ځیني ښاریان بیا وايي، د ښاري بسونو د نشتون له امله اړ دي چې له ټکسی استفاده وکړي او یا ډېر واټن پلي تګ وکړي څو ښاري بسونو او ټکسيانو ته لاسرسی ومومي.

ډېری ښاریان وایي، له اویایمې لسیزې راهیسې کابل ښار منظم ترانسپورټي سیستم نه لري؛ په داسې حال کې چې هغه مهال ښاري بسونو په ټولو سیمو کې په منظم ډول فعالیت درلود.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوې اوسېدونکې مریم د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتونه شکایت کوي او له پژواک سره په خبرو کې یې وویل: «د ښار په ځينو برخو کې کاسټر، ټونس، مرسډیز موټرونه شته چې کرایه یې کمه ده، خو زموږ په مسیر کې یوازې ټکسي او ټونس شته، خو زموږ د سیمې نفوس ډېر دی، ټولو ته بسنه نه کوي.»

هغه زیاتوي: «په خیرخانې سیمه کې ټونس موټر ډېر کم دي او د خیرخانې مسیر ډېر لرې دی، دندې او کور ته د تګ او راتګ په وخت کې د ورځې ۱۰۰ افغانۍ مصرفوم.»

مریم له مسوولینو غواړي چې د ښاري ترانسپورټ جوړېدو ته پاملرنه وکړي.

په دغه حال کې، د کابل ښار د «پل پادشاه» سیمې یوه بله اوسېدونکې ذکیه هم ورته شکایت لري او وایي: «له دوو کلونو راهیسې د ارزان قیمت او مکروریانو ۶۰ متره سړک جوړ شوی، خو د هغه ترانسپورتی سیستم ته اصلاً پاملرنه نه ده شوې؛ موږ له دې پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ یو او کلونه کېږي چې موږ د پل پادشاه اوسېدونکي له دغو ستونزې کړېږو.»

هغه وایي، د دوی په سیمه کې ښاري بسونه، لیني ټکسي، ټونس او نور موټر نشته چې خلک له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي؛ باید ډېره فاصله ووهي څو ځان ښاري موټرو ته ورسوي؛ له دې پرته مجبور دي چې په ټکسي کې د ډېرو پیسو په بدل کې ځان یوې او بلې سیمې ته ورسوي.

ذکیه له حکومتي مسوولینو غواړي چې په دغه ښار کې د یوه منظم ترانسپورټي سیستم جوړولو ته پاملرنه وکړي څو ښاریان له دغې ستونزې خلاص شي.

د کابل ښار د خوشحال خان سیمې یوه اوسېدونکې نجمیه کاکړ وایي، په دغه مسیر کې ښاري بسونه نشته، خو ټکسي او ټونس موټر ډېر دي.

هغې پخوانیو کلونو ته په اشارې سره چې په ټول کابل ښار کې منظم ترانسپورټي سیستم موجود و، او ښاریان به په ډېرې اسانۍ له یوې سیمې بلې ته تګ راتګ کولای شو، زیاته کړه: «له اویایمې لسیزې وروسته ښاري بسونو چې د ملي شرکت اړوند وو، ټول خراب شول، اوس اصلاً په ښار کې ښاري بسونه نه لیدل کېږي.»

یادو درې واړه سرچینو، له مسوولینو غواړي چې د ښاري ترانسپورت منظم سیستم جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي پژواک ته وویل: «د ښاري ترانسپورټ د تنظیم په موخه مو عملاً اقدام کړی، لکه د خصوصي ترانسپورټ شاملول یعنی خصوصي ترانسپورټي شرکتونه چې لوی او واړه موټرونه لري.

موږ غواړو چې په ټول ښار کې د خصوصي ټرانسپورت سیستم تنظیم کړو او په ټينګار سره وایو چې په دې برخه کې مو عملاً اقدام کړی دی.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، په کابل ښار کې کنټرولران استخدام شوي او عملاً د استخدام پالیسي دوام لري، زیاته کړه: «د ښاري ترانسپورټ تنظیم لپاره د کنټرولرانو ځانګړي لباس انتخاب شوی، د ښاري تنظیم عملي پروسه جریان لري، زموږ کنټرولران د ښار مرکزي سیمو کې لکه، سینما پامیر، مراد خاني او د ښار په نورو ځایونو کې ولاړ دي او کنټرول کوي، د دغو کنټرولرانو دنده د موټرونو د وختونو مهالوېش جوړول او په ځانګړو لینونو کې د موټرونو تنظیم دی.»

د نوموړي په خبره، د ښاري خصوصي موټرو د ثبت لړۍ روانه ده؛ ځکه چې دغه موټرونه په کابل ښار کې ډېر دي.

هغه وویل: «د دغو موټرو لپاره د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت له خوا سټېکرونه لګول شوي او مسیرونه یې مشخص شوي او کرار کرار د معیاري ښاري ترانسپورټي سیستم پر لور روان یو.»

په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وایي، د کابل ښار په مختلفو سیمو لکه سینمای پامیر، ارزان قیمت، هوایي میدان او نورو ځایونو کې ۲۰ ښاري بسونه فعالیت لري.

نوموړي وویل: «۱۶ نورو مسیرونو ته پلان لرو؛ موږ منتظر یو چې موږ ته له نورو وزارتونو بسونه را ولېږدول شي، هغه ترمیم کړو، رنګ یې کړو او په نورو مسیرو کې فعاله شي.»

سرچینې په ټینګار سره وویل، د ښاري ترانسپورټي سیستم له پلوه به د کابل ښاریانو ستونزې حل شي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.