کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې افغانستان د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې ۰،۸ سلنه ونډه لري او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د چاپېریال برخه کې خپلې ټولې ځنډولې پروژې بېرته ژر پیل کړي.
دغه څرګندونې د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې د اوزون طبقې د ساتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې کړې دي.
راتلونکې اونۍ د شنبې ورځ (د سپټمبر ۱۶مه) د اوزون طبقې ساتنې نړۍواله ورځ ده او دا ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې د همدې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې سږ کال دا ورځ «د مونټریال پروتوکول: د اوزون طبقې ترمیم او د اقلیمي بدلون کمول» تر سرلیک لاندې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د ویانا کنوانسیون او مونټریال پروتوکول له غړیتوب وروسته دا ورځ هرکال نمانځي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ویانا کنوانسیون او مونټریال پروتوکول ۱۹۸ غړي هېوادونه لري؛ دغه هېوادونه اړ دي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې د هایدرو کلوروفلورو کاربن ګازونو کارول چې د اوزون طبقې د تخریب سبب کېږي، د کیګالی تعدیلاتو پر اساس په تدریجي ډول تر ۲۰۵۰ کال پورې له منځه یوسي.
سرچینې زیاته کړې، په دې برخه کې د چاپېریالساتنې ملي ادارې یو لړ تدابیر نیولي څو پورته ذکر شوو اهداف ته ځان ورسوي او د هغو موادو اکمال او مصرف تنظیم کړي چې د اوزون طبقې د خرابېدو باعث ګرځي.
خبرپاڼه کاږي: «له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت کابینې په دې وروستیو کې د مونټریال پروتوکول د کیګالي تعدیلاتو طرحه تایید کړه چې موخه یې د هایدرو فلورو کاربنونو ګازونو په تدریجي ډول له منځه وړل دي او باید وویل شي چې تر دې دمه ۱۵۰ هېوادونو د کیګالي تعدیلاتو هوکړهلیکونه تصویب کړي او خپله ژمتیا یې ښودلې ده.»
خبرپاڼې څرګنده کړې، دا مهال نړۍ د اقلیمي تغییراتو له ناوړو پایلو سره مخ ده؛ د ځمکې د کرې ګرموالی په اوس وخت کې د نړۍ او سیمې د چاپېریال له لویو ننګونو بلل کېږي.
سرچینه څرګندوي، لکه څرنګه چې افغانستان کم پرمختللی او غیرصنعتي هېواد دی، د ګلخانهیې ګازونو د انتشار اندازه یې یوازې ۰،۸ سلنه ده، خو د سیمې په کچه د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو زیات زیان ویني او په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې له اقلیمي تغییراتو ډېر متاثر دی.
د خبرپاڼې په حواله، د چاپېریالساتنې ملي اداره یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي چې چاپېریالي مسایل سیاسي نه کړي او په دې برخه کې خپلې ټولې تعلیق شوې پروژې ژر تر ژر بیا پیل کړي.
د سرچینې په وینا، دغه اداره د اوزون طبقې ساتنې اهمیت ته په پام سره له ټولو هېوادوالو او دولتي ادارو غواړي، هغه شرکتونه چې په قانوني ډول او د سهمیې پر اساس ذکر شوي توکي واردوي، ورسره لازمه مرسته وکړي او په غیرقانوني توګه د هایدرو فلورو کاربن ګازونو د قاچاق مخنیوي برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، دغه راز د ټولو واردوونکو شرکتونو او هغو ورکشاپونو چې له یادو ګازونو او وسایلو سره سرو کار لري، غوښتنه کوو چې په ساتلو کې دې جدي پاملرنه وکړي څو له امله یې د رامنځته کېدونکو خطراتو مخه نیول شوې وي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن