Language

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي مسایل نه سیاسي کوي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو په تولید کې ۰،۸ سلنه ونډه لري او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د چاپېریال برخه کې خپلې ټولې ځنډولې پروژې بېرته ژر پیل کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې د اوزون طبقې د ساتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې کړې دي.

راتلونکې اونۍ د شنبې ورځ (د سپټمبر ۱۶مه) د اوزون طبقې ساتنې نړۍواله ورځ ده  او دا ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې د همدې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې سږ کال دا ورځ «د مونټریال پروتوکول: د اوزون طبقې ترمیم او د اقلیمي بدلون کمول» تر سرلیک لاندې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

login or register a new account.