کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو ۱۱ ورزشکاران د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه چین هېواد ته ولاړل.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن سهار د افغانستان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو ۱۱ ورزشکاران په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون لپاره د چین هانګجو ښار ته روان شول.
دې کمېټې ویلي چې د چين په کوربهتوب په دې سیالیو د تکواندو پنځه ورزشکاران محسن رضايي، بېژن صدرزاده، حکمتالله زين، اميد سهاک او علي اکبر اميري ګډون کوي.
سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د جودو دوه لوبغاړي هر یو کمالالدین او فیصل او د ووشو څلور لوبغاړي هر یو محمدکریم فقیري، مجید رسولي، محمدخالد هوتک او نصرتالله حبیبي ګډون کوي.
دغې ادارې ویلي، ټاکل شوې د چین په کوربهتوب اسیایي المپیکي سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شي چې له افغانستانه به په کې له سلو زیات ورزشکاران په ۱۷ بېلابېلو رشتو کې برخه واخلي.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن