[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ٢٦ وږی ١٤٠٢): د ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل – جلالاباد لویې لارې پرانستو پورې یې د مسافرو تګ راتګ لپاره بله فرعي لار جوړه کړې ده.
یاد وزارت د وږي په ۲۶مه، د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل – جلالاباد پر لویه لاره د ماهیپر ساحه کې د غر ښویېدو له امله لار بنده او بدیله لار یې پرانستلې ده.
د سرچینې په وینا، د ملي دفاع وزارت ٣١٣ مرکزي قول اردو د دویمې پلي لوا انجنيري ټيم له وسايطو سره سیمې ته رسېدلی، څو د مسافرو پر مخ لاره پرانیزي.
دغه راز سرچینه وايي چې د ټولګټو وزارت له انجینري ټیم سره په همغږۍ د عمومي لارې خلاصېدو پورې بله فرعي لار جوړه او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د یادونې ده، د کابل – جلالاباد لویه لار تېره شپه د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې د غره ښويېدو له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
[/restrict]
Views: 735
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن