ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار بټي‌کوټ کې د اته ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

د ننګرهار بټي‌کوټ کې د اته ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

author avatar
18 Sep 2023 - 14:31
د ننګرهار بټي‌کوټ کې د اته ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې شوې
author avatar
18 Sep 2023 - 14:31

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د کليو پراختيا رياست له لوري د اته ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو دوه شبکې جوړې شوې.

مسوولين وايي، د دغو شبکو په جوړېدو سره شپږ سوه کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمينه برابره شوه.

د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز د وږي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه رياست په هڅو او نظارت د نړۍوالو بېړنيو مرستو ادارې يا CORDAID په اته ميليونو افغانيو مالي لګښت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په جنتيانو او نبوري غونډۍ سيمو کې د پاکو اوبو دوه شبکې جوړې شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو شبکو په جوړېدو سره د دغو کلیو شپږ سوه کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمينه برابره شوه.

د سيمې خلک د دغو شبکو جوړېد ته خوښ دي.

د سيمې يوه قومي مشر روح‌الله خان وويل، له کلونو راهیسې د دې سيمې خلکو د ويالو اوبه څښلې چې ډول ډول ناروغۍ ورته پیدا کېدلې.

خو هغه وايي چې د دغو شبکو جوړېدو ته خلک خوشحاله دي او د پاکو اوبو د نشتون ستونزه یې هواره شوه.

د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، هڅه کوي چې د دغه ولايت ټولو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې کړي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.