ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ځیني اوسېدونکي د پارکونو او سړک غاړو ونو پر وچېدو اندېښنه څرګندوي

د هرات ځیني اوسېدونکي د پارکونو او سړک غاړو ونو پر وچېدو اندېښنه څرګندوي

author avatar
2 Oct 2023 - 17:43
د هرات ځیني اوسېدونکي د پارکونو او سړک غاړو ونو پر وچېدو اندېښنه څرګندوي
author avatar
2 Oct 2023 - 17:43

هرات (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د پارکونو او سړک غاړو ځينې ونې وچې شوې او د دې لړۍ دوام به د ښار ښکلا زیانمنه کړي.

د دوی په خبره، د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د تفرېح لپاره د ښکلو او شنو ځایونو جوړول یوه اړینه چار ده او لازمه ده چې د ښار له شنو او زرغون ځایونو ساتنه وشي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمدعوض پژواک ته وویل، ټول خلک مسوولیت لري چې د ښار په زرغونولو کې برخه واخلي او اړتیا ده څو دې برخه کې ښاروالي  په پارکونو او واټونو کې سرسبزۍ ته د په وخت رسېدنې په موخه امکانات او اسانتیاوې برابره کړي څو د ونو په ځانګړي توګه د ناجو ونو د وچېدو مخه ونیول شي.

دی وایي چې د ښار د واټونو او پارکونو ډېرې ونې مخ په وچېدو دي، اړتیا ده چې د ښاروالۍ د سرسبزۍ مدیریت په دې برخه کې جدي ګامونه والي.

د دغه ولایت د پنځمې ناحیې یوه بل اوسېدونکي احمد پژواک ته وویل چې دولت باید ښار کې شنه او زرغون ځایونه ډېر کړي او د هغو په ساتنه کې دې جدي پاملرنه هم وکړي.

په ورته وخت کې، د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د ارتباطاتو مسوول حامد الهام وایي چې د هرات د زرغونېدو په موخه یې د ولایت مقام په سپارښتنه د کورونو او ښارجوړونې ریاست او د پوهنتون، ښاروالۍ، کرنې، مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو په مشرۍ یو کمېسیون جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا کمېسیون پلان لري څو په خالي سیمو او ځایونو کې نیالګي کېنوي چې دا چاره د ښار د اوبو او هوا په برخه کې ښه اغېز کوي او یاد کمېسیون به د خلکو د دغو اندېښنو په اړه  په بله ناسته کې خبرې وکړي.

د هرات ښاروالۍ د ونو وچېدو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې دغې ادارې د ونو د وچېدو د مخنیوي په موخه په ښار کې ۱۴ څاه‌ګانې کیندلې، شته کارېزونه یې پاک کړي او معیاري چکډیمونه یې هم جوړ کړي دي.

د ښاروالۍ ویاند ناصر آرمل وویل چې یوازې په روان کال کې یې د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه په دغه ولایت ۷ زره متره لوی سړکونه او ورسره ګلدانونه جوړ کړي دي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.