کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې ویلي چې دغه دولت باید ژر تر ژره د دغو کسانو خپلسري نیول ودروي.
د بښنې نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو لیکلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې نړۍوال پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پاملرنه نه کوي.
یاد بنسټ لیکلي: «د پاکستان دولت باید ژر تر ژره د افغان کډوالو خپلسرې ځورونه او نیول ودروي.»
په سویلي اسیا کې د یاد سازمان د سیمهییز مدیر مرستیال دینوشیکا دیسانایاکه ویلي چې د کډوالو لپاره سختو پروسو او پیچلي حقوقي وضعیت افغان کډوال لا زیانمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دوه ورځې مخکې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۸۰۰ افغان کډوال د دغه هېواد له پلازمینې اسلاماباد څخه نیولي چې ۴۰۰ کسان یې قانوني اسناد درلودل او بېرته خوشي شوي دی.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن