ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د څارویو فارم‌ لرونکي د واکسین او ‌کیفیت‌لرونکو حیواني درملو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي

هرات کې د څارویو فارم‌ لرونکي د واکسین او ‌کیفیت‌لرونکو حیواني درملو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي

author avatar
7 Oct 2023 - 17:42
هرات کې د څارویو فارم‌ لرونکي د واکسین او ‌کیفیت‌لرونکو حیواني درملو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي
author avatar
7 Oct 2023 - 17:42

هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): هرات کې یو شمېر فارم‌لرونکي د څارویو، په ځانګړې توګه د غواګانو لپاره د اړتیا وړ واکسین او کیفیت‌لرونکو درملو پر نشتوالي اندېښونه څرګندوي او وايي چې له امله یې په فارمونو کې یې څاروي مړه کېږي.

د هغه په خبره، په یاده برخه کې یې سلګونه زره ډالر پانګونه کړې خو اوس د کیفیته‌لرونکو درملو او واکسین د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي چې له امله یې نیمه پانګه له منځه تللې ده.

هرات کې یوه فارم‌لرونکي سلیم‌شاه حلیمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، له څو کلونو راهیسې  یې د څارویو په برخه کې پانګونه کړې خو اوس یې له نیمې ډېره پانګه نه ده پاتې؛ ځکه هر کال یې څاروي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او په دې برخه کې درملنه بېخي ضعیفه ده.

هغه زیاته کړه: «زما په ګډون ډېری فارم‌لرونکو سږ کال خپلو فارمونو کې زیان کړی چې لامل یا اصلي ستونزه یې بې‌کیفیته درمل دي، د ټول هېواد په حیواني کلینیکونو کې د غواګانو لپاره د وینې ټسټ نشته، د ناروغۍ پېژندلو لپاره باید ټسټ ایران یا پاکستان ته ولېږو چې وینه په لاره کې خرابېږي، سمه پایله نه ورکوي او غواګانې مو له منځه ځي.»

نوموړي زیاته کړه، په بازار کې بې کیفیته درمل بېخي ډېر دي او دغه کار ورته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

د هغه په خبره، مخکې به د زېړي د دوه سي‌سي واکسین په تطبیقولو غوا رغېده خو اوس په پنځه سي‌سي هم نه رغېږي او له منځه ځي.

یو بل فارم‌لرونکی صوفي غلام‌محمد هم وايي، د غواګانو ناروغیو واکسین پنځه ډوله دی خو د دوی څارویو ته دوه ډوله واکسین تطبیق شوی دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال د ده غواګانو ته دوه ډوله واکسین یو د «طبق» او بل هم د «ټناکو» واکسین تطبیق شوی چې د ټناکو واکسین هم ګټه نه ده کړې او د غواګانو د تلف کېدو لامل شوی دی.

نوموړی له حکومته غواړي څو پع هرات کې د څارویو فارمونو مالکانو ملاتړ ته وکړي او په بازار کې د څارویو درمل او واکسین کنټرول کړي.

بل‌ پلو، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر او یو وترنر سید معصوم سادات د فارم‌لرونکو د اندېښنو په تایید وویل، په خواشینۍ سره په بازار کې بې‌کیفیته درمل او تقلبي واکسینونه شته او د دوی د تخنیکي ټیم له لوري هره ورځ یاد بې‌کیفیته درمل او تقلبي واکسینونه له بازار ټولېږي او له منځه وړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په هرات کې د کرنې وزارت له لوري څه باندې دوه سوه زره دوزه واکسین تطبیق شوی چې د څارویو، په ځانګړې توګه د غواګانو د پوستکو ناروغیو لپاره و.

نوموړي زیاته کړه چې د پوستکي ناروغي یوه ویروسي ناروغي ده چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول څارویو ته لېږدول کېږي او جلد (پوستکی) پرې اخته کېږي چې اوسمهال په هېواد کې شاوخوا دېرش سلنه تلفات یې له ځان سره لرل او تلفات یې هم ډېر غواګانې دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر څرګنده کړه چې دغه ناروغي په غواګانو کې ډېره ده او هغوی د FAO موسسې په همکارۍ د هرات په ټولو ولسوالیو کې د دې ناروغۍ دوه دوره واکسین تطبیق کړی دی.

د یادونې ده، د وړاندې شوو معلوماتو پر اساس، سږ کال په هرات کې دغه ویروس نه و او یاد په ولایت کې تر اوسه شاوخوا ۱۸۳ زره غواګانې واکسین شوې او یوازې ۳ یا ۴ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.