ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو

7 Oct 2023 - 18:01
7 Oct 2023 - 18:01

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): تېره اونۍ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخ شوه او د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغان کډوالو ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخ شوه.
  • مولوي امیرخان متقي د «ټرانس همالیا فورم» په غونډه کې پر ګډو اقتصادي همکاریو او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ډېرېدو ټيڼګار وکړ.
  • د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وایي، ناپېژانده وسله‌والو بادغيس کې يو ځوان او کندهار کې يو سپين‌ږيری وژلي، فارياب کې يو کس یوه خصوصي روغتون ته ننوتلی، یو نرس یې وژلی او خپله یې ځان په مرمۍ ټپي کړی او پروان کې د يوه کس مړی موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، کاپیسا کې یوه کس خپله مور د ښکاري ټوپک په ډز وژلې او درې نور کسان یې ټپیان کړي او ياد کس بیا له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې په پايله کې دی هم ټپي شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو پر پرېکړه پراخې نیوکې

د پاکستان پولیسو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغان کډوالو نيول پيل کړي او د راپورونو له مخې، تر اوسه یې تر زر ډېر کډوال نیولي، په دې ډله کې شاوخوا ۴۰۰ هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد لري، خو اسناد لرونکي کسان خوشي شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، په پاکستان کې له نیول شوو زرو افغان کډوالو، د څلورو مړي موندل شوي دي.

د پاکستان دولتي اژانس (ای‌پي‌پي) تېره اونۍ خبر ورکړ چې د دغه هېواد لنډمهال حکومت د سلګونه زره افغانانو په ګډون د ۱.۱ ميليون زره بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده؛ په راپور کې ادعا شوې چې دغه بهرنیان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او هلته له کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی او پاکستانی اړخ باید په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې: «تر هغه وخته چې افغان کډوال اهسته او په خپل اختیار سره له پاکستانه وځي، تر هغه د پاکستان حکومت باید زغم ولري.»

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

هغه ويلي: «دا پرېکړه غیرعادلانه او بې‌انصافه پرېکړه ده، د پاکستان له شریف ولس، علماوو او هغو درنو سیاسیونو هیله کوو چې خپل دغه چارواکي چې په داسې شکل له افغانانو سره وحشت او بربریت کوي، له دې کاره را راوګرځوي.»

مجاهد ويلي چې دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف بولي او زياتوي چې پاکستان دې له افغانستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او راتلونکي ته په پام د مدبرانه او متمدنو اړیکو لار اختیار کړي چې دا به بې له شکه د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه وي.

د پاکستان یاده پرېکړه به نړۍواله کچه هم له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې هيڅ کډوال باید په زور او جبر خپل هېواد ته ونه لېږل شي.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زور نه وباسي؛ ځکه چې په زور ایستل یې له بشري حقونو سرغړونه ده. په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري بحران سره مخ دی؛ دا ډول پلانونه به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي اغېزې ولري چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او ممکن د بېرته ستنېدو په وخت کې د جدي خوندیتوب له ګواښونو سره مخ شي.»

د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو په غبرګون کې ویلي چې دغه دولت باید ژر تر ژره د دغو کسانو خپل‌سري نیول ودروي. ياد سازمان د یوه راپور په خپرولو لیکلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې نړۍوال په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پاملرنه نه کوي.

دغه راز، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو غبرګون کې ویلي، دغه پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوال قوانینو سره په ټکر کې ده.

د ټرانس همالیا غونډه

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ټرانس – همالیا غونډه کې پر ګډو اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر زیاتېدو ټيڼګار کړی.

د «ټرانس همالیا فورم» درېيمه دوه ورځنۍ ناسته – چې د چین په شي ژانګ ایالت کې ترسره شوه – د افغانستان، پاکستان، چين او يو شمېر نورو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و.

متقي په ياده ناسته کې ویلي چې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او د افغانستان له مسیره د ترانزیټ برخه کې ښه زمینه برابره شوې او افغانستان له سوېلي اسیا سره د منځنۍ اسیا په نښلولو کې مهم رول لري.

دغه راز، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له «سیچوان د انرژي او پانګونې پراختیا» له شرکته د لیدنې پر مهال د یاد هېواد له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونه وکړي.

د مرستو دوام

د راپورونو له مخې، اسټرالیا له افغانستان سره د ژوندژغورنې برخه کې د څه باندې ۵.۱ میلیون امریکایي ډالرو مرسته او د اسيا پراختيايي بانک هم له افغانستان سره ۴۰۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی او زیاته کړې يې ده چې د جګړې له کمېدو سره سره ۲۰ میلیونه افغانان بې‌وزله دي.

Views: 209

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version