ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

11 May 2024 - 18:20
11 May 2024 - 18:20

کابل (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): تېره اونۍ د اسلامي همکاریو سازمان له کابل سره د رغنده خبرو په چوکاټ کې پر تعامل ټینګار وکړ او روسیې وویل چې د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • اوای‌سي: له ا.ا سره تعامل ته دوام ورکوو
  • د روسیې سفیر: د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي
  • خوارزمي: د پاکستان وروستۍ ادعاوې ردوو، د دغه هېواد خاوره زموږ پر ضد کارول شوې
  • کابل او لغمان کې د ۳۴۰ میلیون افغانیو په لګښت بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
  • ملګرو ملتونو او چين له افغانستان سره د ۳.۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په بادغيس کې یو کس، فاریاب کې يو پلار او زوی او کاپيسا کې یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي دي.

د راپورونو له مخې، په بغلان کې یوه زده‌کوونکي پر ښوونکي ډزې کړې او وژلی یې دی، ننګرهار کې يوه کس خپل ورور وژلی او په زابل کې د یوه پخواني ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار کابل کمپ سیمه کې د ګمرک د پنځه سوه جریب ځمکې د احاطې دېوال جوړېدو چارې روانې وې خو ځايي کوچیانو یې مخنیوی کاوه چې په پایله کې یې اخ‌و ډب رامنځته شو، درې کسان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د هغه په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې یاده مرګ‌ژوبله څنګه او د چا له خوا رامنځته شوې خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې سرچینې ادعا کوي چې ډزې امنیتي کسانو کړې دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له اسلامي امارت سره د تعامل دوام

تېره اونۍ، د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې دغه سازمان به له افغان چارواکو سره د بشردوستانه چلند او رغنده خبرو په چوکاټ کې خپل تعامل ته دوام ورکوي. یاد سازمان له خپلو غړو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي پراختیايي بانک تر څارنې لاندې له افغانستان سره سخاوتنمندانه مرستې وکړي.

دغه راز، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او غواړي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا وغوړېږي.

هغه ویلي، د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې له ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د پاکستاني چارواکو د ادعاوو رد

د راپورونو له مخې، د روان کال د وري په اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې په یوه برید کې پنځه چیني انجینران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول او د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا چې ګواکې خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید په افغانستان کې پلان شوی و، بې‌مسوولیته او له حقیقته لرې وباله او رد يې کړ.

خوارزمي وایي: «موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته رااوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواده تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووایي.»

د بنسټيزو پروژو دوام

تېره اونۍ، د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه‌سنګي) سیمه کې پر دوه جریبه ځمکه د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د یوه دوولس پوړيزه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پيل او د کابل ښار ده افغانانو سیمه کې بیا د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې شوې.

لغمان کې هم د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۲۸۰ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې په‌کې د ۵۷ کیلومتره نوو سړکونو جوړول، د ۳۷۰ کیلومتره سړکونو ترمیم، د څلور اعشاریه ۵ کیلومتره کوڅو پخول، د اووه اعشاریه ۵ زره متره محافظوي دېوالونو جوړول او ۲۴۸ کیلومتره کانالونو ترمیم او پاک‌کارۍ چارې شاملې وې.

دغه راز، تېره اونۍ په کابل کې د «شفا ملي فارما سیټیکل» سیروم جوړولو یوې خصوصي فابریکې په لومړي ځل د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړل.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ، چین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له سره په هېواد کې د وروستیو سېلاب‌ځپلو لاسنیوي په موخه سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وکړه او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version