ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان وو

18 May 2024 - 18:27
18 May 2024 - 18:27

کابل (پژواک، ۲۹ غويی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، بامیانو کې د ناپېژانده وسله‌والو برید کې د اوو بهرنیانو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ‌ژوبله واوښته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې وشوې، کابلوف وویل چې ا.ا د روسیې دښمن نه دی او ا.ا ته د «همالیا ټرانس فورم» په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ، د اسلامي امارت مشر کابل ته راغی.
  • تېره اونۍ، څلور ورځې افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌يي نښتې روانې وې.
  • ایراني چارواکي له روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې.
  • ضمیر کابلوف: «طالبان» د روسیې دښمنان نه دي.
  • د چین سفیر په دغه هېواد کې د جوړېدونکې همالیا ټرانس فورم په ناسته کې ا.ا ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.
  • جاپان له افغانستان سره د واکسینونو برخه کې ۶،۹ میلیون ډالره مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، څلور ورځې د پکتیا په اريوب‌ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌يي نښتې روانې وې.

یوې حکومتي سرچینې پژواک ته وویل چې وړمه ورځ د پاکستاني لوري په ډزو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي وو چې  د افغان ځواکونو په بريدونو کې پاکستاني نظامیانو ته هم تلفات اوښتي دي.

دغه راز، د کابل امنیه قومانداني وویل چې د روانې غویي میاشتې په ۲۳مه د کابل ښار کارته مامورین سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې درې «غله» وژل شوي او یو بل ټپي دی او د بلخ په مرکز مزارشریف کې یو وسله‌وال «غل» – چې یو ملکي وګړی او یو «اپراتیفي کس» یې په ډزو ټپيان کړي ووـ وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلی چې تېره ورځ په بامیان ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي، څلور بهرنيان او درې افغانانو ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي ناپېژانده وسله‌والو په بلخ او بادغيس کې دوه کسان وژلي.

د راپورونو له مخې، اروزګان کې د یو پخواني ماین چادونه کې د «هلوټرسټ» ماین‌پاکۍ موسسې يوه کارکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي دی، هلمند کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنه کې يوې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او یو هلک ټپي دی او بلخ  کې د راکټ سرګلولې چاودنې له امله دوو وروڼو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن ټپي دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل ته د اسلامي امارت د مشر سفر

یوې سرچینې وړمه شپه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده کابل ته راغلی او والیانو او امنیه قوماندانو ته د جوړ شوي سیمینار په پای‌غونډه کې یې ګډون او وینا کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سیمینار په کابل کې د امنیه قوماندانو او والیانو لپاره د کورنیو چارو وزارت له لوري جوړ شوی و.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د اسلامي امارت مشر کابل ته سفر کوي.

تېره اونۍ د افغانستان په اړه د بهرنيو سرچینو څرګندونې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږي‌کولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

دغه راز، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلی چې «طالبان» د روسیې دښمنان نه دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم له کابل سره د مسکو اړیکې د پراختیا په حال کې ګڼي خو په دې برخه کې ځيني سیاسي محدودیتونه شته دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره د افغانانو هوساینې لپاره د پراختیايي مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د يادې لیدنې په اړه ویلي: «افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، هره ډیپلوماټيکه برخه کې هر اړخیزه باور غواړي، دا چې د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان په اړه مثبته نظریه شته، دا د افغانستان د خلکو او سیمې په ګټه ده.»

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د چین سفیر په دغه هېواد کې د جوړېدونکې همالیا ټرانس فورم په ناسته کې د افغانستان ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه، خو سرچینې د یادې ناستې د جوړېدو کره نېټه نه ده مشخصه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر الهام محکموف او د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټي پروژو، سوداګرۍ او ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز، متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمایا سره ليدنه کې د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو پراختیا په اړه هم خبرې کړې او ویلي يې دي چې د اسلامي امارت په تړاو د سیمې هېوادونو د درک کچې په لوړېدو تعاملات ډېر شوي دي.

د مرستو دوام

جاپان له افغانستان سره د واکسینونو برخه کې ۶،۹ میلیون ډالره مرسته کوي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version