منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:56 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

مصر کې ترافیکي پېښه؛ ۱۸ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د مصر په شمال‌ختیځ ولايت پورټ سعید کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 182 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د مصر په شمال‌ختیځ ولايت پورټ سعید کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ د مصر په شمال‌ختیځ ولايت پورټ سعید کې د یوې لارۍ او مسافر وړونکي پیک‌اپ موټر د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي، په مصر کې مرګوني ترافیکي پېښې عامې دي او هر کال زرګونه کسان، په ځانګړي ډول د مایکروبسونو او لویو لاریو په ټکرونو کې ژوند له لاسه ورکوي.
چټک تګ، د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي قوانینو کمزوری تطبیق د دغو پېښو له مهمو لاملونو بلل کېږي.