کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ ادعاوې چې ګواکې خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید په افغانستان کې پلان شوی و، ردوي او وايي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې ده.
د راپورونو له مخې، د روان کال د وري په اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه برید کې پنځه چیني انجینران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.
د پاکستان د مشال راډیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د پوځ ویاند جنرال احمدشریف تېره ورځ په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ ادعاوې بېمسوولیته او له حقیقته لرې دي.
هغه لیکلي: «د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده، د چیني اتباعو وژل کېدل د پاکستان امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حملهکوونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی، د دې ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکله یې ردوو.»
خوارزمي لیکلي، اسلامي امارت له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې اړه ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.
هغه زیاته کړې: «موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته رااوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواده تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووایي.»
د ملي دفاع وزارت لیکلي چې اسلامي امارت د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په ګټه بولي او د دواړو هېوادونو د ولسونو پر وروري او ښو اړیکو باور لري.
Views: 27