ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې له نیول شوو زر افغان کډوالو، د څلورو یې مړي موندل شوي

3 Oct 2023 - 16:56
3 Oct 2023 - 16:56

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې زر افغانان چې نیمایي یې قانوني اسناد هم لري، نیولي چې وروسته له دې ډلې د څلورو افغانانو مړي په روغتونو او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستاني چارواکو له پرله‌پسې ژمنو سره سره، په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول لا هم دوام لري.

سرچینې لیکلي، په اسلام‌اباد او شاوخوا هغو سیمو کې چې افغانان په کې مېشت دي او ډېر یې قانوني اسناد لري پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د عملیاتو پر مهال زر افغان کډوال نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه ښار په باره کهو، ترنول، مهرآبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، اي - یوولس او نورو سیمو کې زر تنه افغانان نیول شوي چې ۴۸۵ یې قانوني اسناد هم لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version