کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې زر افغانان چې نیمایي یې قانوني اسناد هم لري، نیولي چې وروسته له دې ډلې د څلورو افغانانو مړي په روغتونو او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستاني چارواکو له پرلهپسې ژمنو سره سره، په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول لا هم دوام لري.
سرچینې لیکلي، په اسلاماباد او شاوخوا هغو سیمو کې چې افغانان په کې مېشت دي او ډېر یې قانوني اسناد لري پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د عملیاتو پر مهال زر افغان کډوال نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه ښار په باره کهو، ترنول، مهرآبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، اي - یوولس او نورو سیمو کې زر تنه افغانان نیول شوي چې ۴۸۵ یې قانوني اسناد هم لري.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لیکلي: «په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامعلومو وژنو پېښې هم رامنځته شوې، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلاماباد کې، امانالله ولد ټکرخان، ولي ولد شیرمحمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیقالله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي، د دغو ټولو پېښو په تړاو د افغانستان سفارت د اسلاماباد چارواکي خبر کړي دي.»
سرچینې زیاته کړې، د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کېږي.
په اسلامباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانې لړۍ ته - چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي- ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










