ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې

پکتیا کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې

author avatar
8 Oct 2023 - 16:20
پکتیا کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت پنځه پروژې بشپړې شوې
author avatar
8 Oct 2023 - 16:20

ګردېز (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه نوې شبکه جوړه شوه او څلور نورې یې ترمیم شوې.

هغوی وايي، په ډنډ پټان، احمدخېل او میرزکه ولسوالیو کې څلور شبکې ترمیم شوې او په مرکز ګردېز کې یوه نوې شبکه جوړه شوه.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدصادق پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د ګردېز اړوند په ټنډانو سيمه کې د پاکو اوبو رسولو يوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او ۱۶۰ کورنيو او يوه ښوونځي ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.»

نوموړی وايي، دغه پروژه د څلور میليون افغانيو په لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) له لوري جوړه شوې ده.

د صادق په خبره، د پکتيا په ډنډ پټان، میرزکه او احمدخېل ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو پنځه خرابې شوې شبکې بېرته ترمیم او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وويل چې د يادو ترميم شوو او نوې جوړې شوې شبکو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

د سیمې خلک د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي خو د دا ډول نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.

د ګردېز اړوند ټنډانو سيمې يو قومي مشر اکبر خان وايي: «د دې پروژو په پلې کيدو سره د سيمې خلک ډېر خوښ دي ځکه چې له دې وړاندې د پاکو اوبو په برخه کې له ډېرو ستونزوسره لاس او ګريوان و خو اوس دغه ستونزه په پوره ډول حل شوه.»

نوموړی وايي، دغه یوه غرنۍ سیمه ده او له حکومته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.