ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له بهرنیو هېوادونو د سیروم پر وارداتو دې بندیز ولګول شي»

«له بهرنیو هېوادونو د سیروم پر وارداتو دې بندیز ولګول شي»

author avatar
8 Oct 2023 - 18:01
«له بهرنیو هېوادونو د سیروم پر وارداتو دې بندیز ولګول شي»
author avatar
8 Oct 2023 - 18:01

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۱): کابل کې د «ټي‌جی‌ال فارماسټیکل» په نوم د سیروم د تولید د یوې سترې فابریکې مسوولین وايي، دغه فابریکه د هېواد له اړتیا وړ د ډېرو سیرومو د تولید ظرفیت لري او حکومت دې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه له بهرنیو هېوادونو د سیروم پر وارداتو بشپړ بندیز ولګوي او یا دې ګمرکي محصول پرې لوړ کړي.

هېواد کې د سیروم تر ټولو ستر تولیدونکی «ټي‌جی‌ال فارماسټیکل» شرکت چې د ۲۵ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت په کابل کې جوړ شوی، شاوخوا یوه اونۍ مخکې د دغه ښار په پل‌چرخي سیمه کې پرانیستل شو.

د دغه شرکت مسوولینو د دې فابریکې پرانیستل د درمل جوړونې صنعت په برخه کې د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره اړین ګام بولي او زیاتوي چې دمګړۍ افغانستان په یوه کال کې شاوخوا ۲۵ میلیون پاکټه سیروم ته اړتیا لري چې د دوی تولیدات ان د هېواد له اړتیا لوړ، یعنې په کال کې ۷۰ میلیون پاکټه سیروم ته رسېږي.

د دغه شرکت مرستیال نسیم‌جان غفوري وايي چې دغه فابریکه د شاوخوا ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره پاکټه بېلابېلو طبي سیرمونو د تولید ظرفیت لري.

د هغه په خبره، دمګړۍ په دغه ‎فابریکه کې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې د درې‌ واړو فازونو په فعالېدو سره به یې یاده فابریکه کې د اړتیا وړ ټول درمل تولید او څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه په کې برابره شي.

غفوري څرګنده کړه چې تر دې مهاله د دې فابریکې یوازې یو فاز فعال شوی چې یوازې سیروم په کې تولیدیږي او په پلان کې لري چې تر راتلونکو شپږو میاشتو د یادې فابریکې دویم فاز هم فعال کړي.

هغه په هېواد کې پانګونې ته د نورو پانګوالو په هڅولو سره له سرپرست حکومته وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهرنیو هېوادونو د سیروم پر وارداتو بشپړ بندیز ولګوي او یا هم ګمرکي تعرفه پرې لوړه کړي.

نوموړي دغه راز له حکومته وغوښتل څو ډېره برېښنا د دوی په واک کې ورکړي او صنعت‌کارانو ته د اداري پروسې ترسره کول نور هم اسانه کړي.

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ټولو کورنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د هېواد پر تولیدي فابریکو بشپړ باور لري.

هغه زیاته کړه، هر کله چې دغه وزارت دا ډاډ ترلاسه کړي چې کورني تولیدات د خلکو اړتیاوې پوره کوي، هغه مهال به د بهرنیو محصولاتو پر وارداتو د بندیز پرېکړه وکړي.

ورته مهال، د دې فابریکې کارکوونکي د وسایلو له ښه کیفیت او معیار ډاډ ورکوي او وايي چې د دې فابریکه جوړېدل د دې لامل شوي څو دوی له بې‌کارۍ وژغورل شي.

د یادې فابریکې د تولیداتو مدیر ډاکټر بخت اعلم وايي چې خام توکي یې له اروپايي هېوادونو واردیږي او په دغه فابریکه کې د سیروم تولیدات له نړۍوالو معیارونو سره برابر دي.

خالد چې فارمسي یې لوستې او له درېیو کلونو وروسته د دې فابریکې په جوړېدو سره کار ورته پیدا شوی، له نورو پانګوالو غواړي چې په هېواد کې د دغه ډول فابریکو په جوړولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.