کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د غزې پر تړانګه د اسراییلو له خوا د برېښنا او اوبو بندولو پرېکړه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده او نړۍوال دې په دې اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
د راپورونو له مخې، د حماس ډلې د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه) سهار وختي پر اسراییلو د راکټي بریدونو ترڅنګ د هوا، ځمکې او بحر له لارو بریدونه پیل کړل او وروسته اسراییلو هم بریدونه وکړل.
د ترکیې انادولو اژانس تېره شپه خبر ورکړی چې تر اوسه په دې جګړه کې ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۱۰۰ نور ژوبل دي او د اسراییلو په هوایي بریدونو کې ۴۲۰ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۲۳۰۰ نور ټپیان دي.
د اورشلیمپست ورځپاڼې د خبر له مخې، د اسراییلو کابینې د تېرې شنبې په ورځ د حماس د بریدونو په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې د غزې تړانګې ته دې د برېښنا، اوبو او سون توکو له لېږد مخنیوی وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي: «د غزې په محاصره شوې تړانګې کې د برېښنا، خوراک او د اوبو بندولو په هکله د صهیونیستي رژیم پرېکړه ډېره اندېښمنوونکې او نه منونکې ده.»
بلخي لیکلي چې دغه عمل د ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو ښکاره نقض دی.
سرچینې زیاته کړې: «موږ په ټولو هېوادونو او مخکښو نړۍوالو بنسټونو خصوصاْ ملګرو ملتونو غږ کوو چې د اسراییلو امنیتي ځواکونو د ناکامۍ له امله د فلسطین مظلومو خلکو ته په ډلهاییزه توګه د سزا ورکولو څخه د هغه هېواد د توکمپاله رژیم د مخنیوي له لارې خپل مکلفیتونه ادا کړي.»
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن