جلالاباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وايي چې سږ کال به د درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د افغانستان له نهه ميليونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو او د اوبو مدیريت په برخو کې مرسته وکړي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مرستیالې اليزابت انبېکډول د ننګرهار له والی محمدنعیم اخند سره په داسې حال وکړې چې افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم حضور درلود.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د تلې په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند سره ولايت مقام کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا او د خوړو او کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي مرستيالې اليزابت انبيکډول او همکارانو يې په دغه ولايت کې د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو مديريت په برخه کې د دومداره مرستو تر سره کولو په موخه وليدل.
خبرپاڼه کاږي، د ننګرهار والي د جاپان له سفير او اېفایاو ادارې له عمومي مرستيالې څخه مننه وکړه، چې افغانانو سره د کرنې او اوبولګولو په برخه کې يې ډېرې مرستې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اېفایاو ادارې عمومي مرستيالې اليزابت انبيکډول وويل، سږ کال به د ننګرهار په شمول په ټولو ولايتونو کې د درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت نهه ميليونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو، اوبو مدیريت او په اړونده نورو برخو کې مرستې وکړي.
نوموړې وويل، افغانستان يو کرنيز هېواد دی، دوی په دې برخه کې ډېرې پروژې روانې کړي او د کرنيز سکتور پراختيا په موخه د اوبو مديريت لپاره کار کوي.
مېرمن اليزابت وويل، د ننګرهار په ګډون به په پنځو ولايتونو کې بزګرانو سره له نږدې وګوري چې د هغوی ستونزې او غوښتنې به واوري او له مخې به يې خپل خدمات او مرستې لا ښې کړي.
دغه راز په خبرپاڼه کې د جاپان د سفير تاکاشي اوکادا له قوله راغلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د دوستانه اړيکو پر بنسټ دوامداره مرستو ته ژمن دی او په ځانګړې توګه به د کرنيز سکټور د پراختيا لپاره کار وکړي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی چې د ډاکتر ناکامورا پاتې چارې به بشپړې کړي او دغه راز هغه په هرات ولايت کې د زلزلهځپلو له کورنيو سره د مرستو ژمنه هم وکړه.
د دغه سفر پر مهال افغانستان کې اېفایاو رييس ريچارډ ټرينچارډ هم شتون درلود او ټاکل شوې چې د دغه سفر پرمهال به د اېفایاو ادارې عمومي مرستياله د ننګرهار له يو شمېر کروندګرو سره له نږدې وګوري او د هغوی ستونزې به واوري.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن