فراه (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): فراه کې د بخشاباد بند جوړولو پروژې مسوولین وايي، د دغه بند لوی او مهم تونل چې ۵۳۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، سوری او وصل شو.
هغوی زیاتوي، د دغه تونل چارې څلور میاشتې مخکې د «ویستان کاسا» په نوم شرکت له خوا پيل شوې دي.
د بخشاباد پروژې مسوول انجنیر شاهمحمود پژواک خبري اژانس ته وویل: «له تېرو څلورو میاشتو راهیسې مو پر تونلونو کار وکړ چې د جمعې په ورځ لوی تونل سوری شو او کوچنی تونل به هم د یوې اونۍ په ترڅ کې سوری او وصل شي.»
هغه وايي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د دواړو تونلونو د کانکرېټ چارې هم بشپړې شي.
نوموړي وویل: «دغه تونلونه له روده د اوبو مسیر ګرځولو لپاره جوړېږي، د کارونو له بشپړېدو وروسته به یې لومړی د یوه خاکي بند او بیا د اصلي بند چارې پیل شي.»
شاهمحمود زیاته کړه، لوی تونل۵۳۰ متره اوږدوالی، نهه متره سور او نهه متره لوړوالی لري او دغه راز کوچنی تونل ۵۵۰ متره اوږدوالی، نهه متره سور او شپږ متره لوړوالی لري.
د فراه عام خلک هم د بخشاباد بند د لوی تونل سوري کېدو ته خوښ دي خو له حکومته غواړي چې د دغه بند جوړولو کارونه لا چټک کړي.
د دې سیمې یو اوسېدونکی عصمتالله وایي: «پر بند کار ښه روان دی خو دا چې په سیمه کې وچکالي ده نو له حکومته غواړو چې دغه بند ژر جوړ کړي څو دغه ستونزه حل شي.»
د فراهرود ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي شېراغا هم هیله لري چې د بخشاباد بند په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
دی وايي: «که چېرې دغه بند ژر جوړ شي، د فراه مرکز، بالابلوک، خاکسفېد، جوین، قلعهکا او پشترود ولسوالیو ډېرې ځمکې به تر اوبو لاندې شي.»
د فراهرود ولسوالۍ ولسوال ملا محمدصادق جهادمل بیا وايي، د بخشاباد بند جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
هغه وویل: «موږ په هرو لسو ورځو کې له بنده لیدنه کوو؛ له نېکه مرغه کار ښه روان دی، تر ټولو سخت کار د تونل سوري کېدل و، نو له نېکه مرغه اوس يې سخت کار پای ته رسېدلی او اوس اصلي کارونو ته لاره هواره شوې.»
د دغه ولایت د مسوولینو په خبره، بخشاباد بند د فراه ښار ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې په جوړېدو به يې زرګونه هکټاره ځمکې تر اوبو لاندې شي.
Views: 1225
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن