کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): کابل، میدانوردګو او ننګرهار ولایتونو کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريونونه وشول او لاریونکوونکو پر غزه د اسرائیلو بریدونه وغندل.
نن له غرمې وروسته د کابل ښار عیدګاه جومات ته څېرمه او د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونه وشول.
د کابل د لاریون یوه ګډونوال نورالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر فلسطین د اسرائیلو بریدونه په جدي توګه غندي او په دغه برخه کې د فلسطین له خلکو خپل ملاتړ اعلانوي.
دغه راز، د ننګرهار د لاریون یوه ګډونوال محمدسلیم جبارخېل پژواک ته وویل، د نړۍ مسلمانان باید د فلسطین په مسله کې د اسرائیلو پر وړاندې ټول سره یو لاس شي او سخت ځواب ورکړي.
یادو لاریونکوونکو د شعارونو په ورکولو سره پر غزه د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او د بریدونو د درېدو غوښتنه يې وکړه.
د میدانوردګو ولایت په مرکز کې هم نن له غرمې وروسته د فلسطین د مسلمانانو په ملاتړ لاریون وشو.
لاریونکوونکو «مرګ پر اسرائیلو» او «ژوندي دې وي فلسطینیان» شعارونه ورکول.
هغوی د نړۍ له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي.
له څو ورځو راهيسې د فلسطین حماس ډلې او اسرائیلو ترمنځ جګړه کې له دواړو لورو زرګونه کسان وژل شوی او زرګونه نور ټپیان دي.
د فلسطین په غزه کې روغتیایي مسوولینو ویلي چې د اسرائیلو په بریدونو کې سلګونه ښځو او ماشومانو هم ژوند بایلل.
له ۲۰۰۷ کال راهیسې کله چې د حماس ډله واک ته ورسېده، اسرائیل غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې، د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ مرګونې نښتې د تېر کال په لومړیو کې پیل شوې؛ په دې لړ کې دواړه لوري وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.
Views: 138
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن