ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو

14 Oct 2023 - 17:28
14 Oct 2023 - 17:28

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړی، اسلام‌اباد کې د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي، خو ا.ا له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او له افغانستان سره تعامل ښه کړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغان کډوالو ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه؛ پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړی.
  • اسلام‌اباد کې د دغه ښار د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغانانو کورونه نړولي دي.
  • ملا برادر: ګاونډیان دې له افغانستان سره تعامل ښه کړي.
  • ضمیر کابلوف: که ا.ا د رسمیت پیژندنې غوښتنه کوي باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنې په عمل کې ثابتې کړې.
  • محمدیعقوب مجاهد: هغه لاسونه پرې کوو چې د ملي پروژو مخنیوي لپاره را اوږدېږي.
  • د رېچارډ بېنټ ماموریت غځېدو ته د ا.ا غبرګون؛ هغه واقعیتونه نه خپرول.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي، د «امام زمان» په نوم د اهل تشیع په جامع جومات کې پر لمونځ کوونکو د ځانمرګي بريد په پایله کې اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه راز، ځايي چارواکي وايي، يوه کس خپله مېرمنه او یو بل کس په ډزو وژلي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پاکستان کې د افغان ګډوالو تريخ ژوند

د پاکستان پولیسو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغان کډوالو نيول پيل کړي او د راپورونو له مخې، تر اوسه یې تر زرو ډېر کډوال نیولي، په دې ډله کې شاوخوا ۴۰۰ هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد لري، خو اسناد لرونکي کسان خوشي شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستان کې له نیول شوو زرو افغان کډوالو، د څلورو مړي موندل شوي دي.

د پاکستان دولتي اژانس (ای‌پي‌پي) تېره اونۍ خبر ورکړ چې د دغه هېواد لنډمهال حکومت د سلګونه زره افغانانو په ګډون د ۱.۱ ميليون بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې؛ په راپور کې ادعا شوې چې دغه بهرنیان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او هلته له کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی او پاکستانی اړخ باید په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې ميلادي میاشتې تر پایه د بې‌اسنادو کډوالو د ایستلو اعلان د دې لامل شوی چې د پاکستان پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناسم چلند ډېر کړي.

د کډوالۍ په چارواکو د ملګرو ملتونو سازمان عملياتي مرستیال سوبیر محمدابراهیم له افغان چارواکو سره ليدنه کې ويلي چې د افغان کډوالو مسئله به د جينوا د ځانګړې کمېټې په ناستې کې مطرح کړي څو له ډيپلوماټيکه اړخه ورته حل لار ولټول شي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان وروستي اقدامونه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د کډوالۍ په اړه د منل شوو کنوانسیونونو، هوکړو او تړونونو سره په ټکر کې دي.

دغه راز، د عوامي نېشنل ګوند یوه مرکزي مشر ايمل ولي‌خان ویلي، که چېرې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه وي نو د کشمیر او هند مهاجرینو ته هم باید د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.

د ا.ا د مشرتابه اړونده چارواکو ته هدایت وکړ چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه دې یو کمېسیون جوړ شي. د راپور له مخې، ياد کمېسیون جوړ شو او اړونده چارواکو ته ته هدايت وشو چې تګلاره يې جوړه کړي.

دغه راز، د کابل هوایي ډګر کې یو ځل بیا راستنېدونکو کډوالو ته د دغه وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ د ښه راغلاست دفتر پرانستل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو په ایستلو سره غواړي پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشار وارد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ننګرهار او کندهار ولايتونو سوداګرو ويلي چې پاکستان په ناقانونه توګه د سیاسي فشار په موخه د دوی پر ترانزیټي توکو مالیه لوړه کړې ده.

تېره اونۍ بيا د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې د یو شمېر افغانانو کورونه نړولي دي.

له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتنه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره ښه تعامل ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ويلي که د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې غوښتنه کوي باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنو په ځانګړې توګه د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو مراعتول، په عمل کې ثابت کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی او له نړۍ غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه ویلي: «اسلامي امارت هغه اقدامات کوي چې د افغانستان ګټې یې ایجابوي، دا مهمه ده چې موږ په کورنیو مسایلو کې بهرنۍ غوښتنې ومنو. موږ ته د افغانانو، د اسلامي شریعت او خپلې غوښتنې مهمې دي.»

اسلامي امارت د روسیې او ازبکستان د هغې ګډې اعلاميې په اړه چې په افغانستان کې يې د سولې او ثبات په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې اوسمهال په هېواد کې سوله او ټيکاو تامین دی، د روسیې او ازبکستان مشران دې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو د اندېښنې پر ځای له اوسني حکومت سره تعامل ته مخه کړي.

محمدیعقوب مجاهد: هغه لاسونه پرې کوو چې د ملي پروژو مخنیوي لپاره راوږدېږي

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وایي، هغه شوم اهداف او هغه خراب او لړلي لاسونه چې د قوش‌تیپې او نورو ملي پروژو مخنیوي لپاره را اوږده شي، پرې به یې کړي.

هغه ویلي: «د اسلامي اردو د دغه ډول سترو پروژو د تطبیق تر شا ولاړه ده او په ټول توان سره به یې ملاتړ کوي، امنیت به یې ساتي او شته خنډونه به یې له منځه وړي.»

د رېچارډ بېنټ ماموریت غځېدو ته د ا.ا غبرګون؛ هغه واقعیتونه نه خپرول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ د بشري حقونو شورا له لوري د خپل ماموریت له غځېدو خبر ورکړ.

خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د هغه د ماموريت د غځېدو په غبرګون کې ويلي: «هغه په خپل ماموریت کې له بده مرغه بریالی نه و. هغه به چې کله راپور اخیسته، بررسي به یې کوله او افغانستان ته به راتله او بېرته به تله، له ملګرو ملتونو سره به یې موضوعات د عقدې له مخې شریکول. څه به یې چې دلته لېدل او اورېدل هغه یې نه خپرول او خپلو راپورونو کې یې پروپاګند ته ځای ورکاوه.»

بېنټ د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو.

د مرستو دوام

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو د مرستو خبر ورکړی، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې روان کال به د افغانستان له نهه ميليونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو او د اوبو مدیريت په برخو کې د درې سوه ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړي.

دغه راز، جاپان ويلي چې د ښځو د اقتصادي پياړوتيا په برخه کې به افغانستان سره لس ميليون ډالر مرسته وکړي.

Views: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version