ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس ځیني اوسېدونکي او کارپوهان د خپل‌سرو څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو اندېښمن کړي

د بادغیس ځیني اوسېدونکي او کارپوهان د خپل‌سرو څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو اندېښمن کړي

author avatar
16 Oct 2023 - 19:49
د بادغیس ځیني اوسېدونکي او کارپوهان د خپل‌سرو څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو اندېښمن کړي
author avatar
16 Oct 2023 - 19:49

قلعه‌نو (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په ‌دغه ولایت کې د خپل‌سرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.

هېواد کې پرله ‌پسې وچکالۍ د دې لامل شوې چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه، خلک په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت مخ شي او د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړي.‎‎

بادغیس کې د اوبو چارو کارپوه انجینر احمدشاه پایور پر دې باور دی چې د دې لړۍ دوام به جدي زیانونه رامنځته کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به ورسره ټیټه شي.

هغه وايي چې د ځمکې لاندې له اوبو باید د کرندو د خړوبولو لپاره استفاده نه شي.

هغه زياته کړه: «په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبه مخ په کمېدو دي او خلکو هم د دې موضوع په پام کې له نیولو پرته، د ژورو څاګانو کيندلو ته مخه کړې چې په راتلونکي کې ډېره د اندېښنې وړ ده او د ځمکې د سطحي اوبو د وچېدو لامل کېږي.»

هغه وړانديز کوي چې دولت او مسوولې ادارې باید د برمه‌يي څاګانو کيندلو د مخنيوي لپاره اقدام وکړي او له جواز پرته هېچا ته د څاګانو د کیندلو اجازه ورنه کړي.

د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي په ‌دغه ولایت کې د ژورو څاګانو کیندلو د زیاتېدو خبره کوي.

د بادغيس ولايت د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي محمدنسیم پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو له امله د دوى ډېری ګاونډيانو څاګانې کيندلې دي.

هغه وايي چې هر کس په بېلابېلو اندازو څاه‌ګانې کيندي چې ښايي د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو ته جدي زيان ورسوي.

نوموړی له حکومته د ژورو څاګانو کیندلو لپاره د معیار ټاکلو غوښتنه کوي.

دغه راز د بادغيس بل اوسېدونکى برهان‌الدين هم په دغه ولايت کې د ژورو څاګانو کيندلو له ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په ډېری سیمو کې د برمه‌یي څاګانو کيندنو له امله‎ د ځمکې لاندې اوبه وچې شوې دي.

د هغه په ​​خبره، ډېر هغه کسان چې د برمې په وسیله یې ژورې او نيمه‌ژورې څاګانې کيندلې، بې‌درېغه ترې استفاده کوي او ان کرنيزې ځمکې هم ترې خړوبوي.

دغه سرچینه له اسلامي امارته غواړي چې بادغیس کې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې لپاره په دغه ولایت کې د خلکو له لوري د خپل‌سرو ژورو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي.‎

ومو غوښتل په دې اړه د بادغیس د مرغاب سیندیزې حوزې د مسوولینو نظر واخلو، خو بریالي نه شوو.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.