ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اولاد نه کېدل د ځینو جوړو د بېلوالي لامل شوی

د اولاد نه کېدل د ځینو جوړو د بېلوالي لامل شوی

author avatar
22 Oct 2023 - 16:10
د اولاد نه کېدل د ځینو جوړو د بېلوالي لامل شوی
author avatar
22 Oct 2023 - 16:10

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): یوه ځوانه مېرمن مژده چې د ‌اولاد نه کېدو‎ له امله له خپل خاونده بېله شوې او اوس سخت ژوند لري وايي، موږ د ښه ژوند په هیله واده وکړ خو د اولاد نه کېدل د دې لامل شو چې د تل لپاره له یو بله بېل شو.

د اولاد نه کېدل د ځینو جوړو د بېلوالي لامل شوی خو د دیني عالمانو په وینا، دغه ډول جوړې کولای شي د اسلامي شریعت له په پام کې نیولو سره د یتیمو، بې‌وزلو او هغو ماشومانو پالنه وکړي چې د کورنیو له لوري په روغتونونو کې پرېښودل کېږي.

د پژواک د یوه راپور پر اساس، ډاکټرانو ویلي وو چې که څه‌‌ هم په افغانستان کې د بې‌اولادۍ کره شمېر نشته خو مراجعینو ته په کتو ښايي شمېر یې ډېر وي.

که څه‌ هم د اولاد نه کېدل یوازې د مېرمنې ستونزه نه ده، بلکې کېدای شي خاوند هم ستونزه ولري، خو په ځینو مواردو کې بې‌اولادي د ښځو او مېړونو د بېلوالي لامل شوی دی.

هغه جوړه چې په مینه یې واده وکړ خو بې‌اولادي یې ترمنځ د کرکې لامل شوه

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې ۳۵ کلنه مژده وايي: «لس کاله مخکې مې له داسې چا سره واده وکړ چې د یو بل ښه ملګري وو، د یو ښه او خوښ ژوند درلودو په هیله مو واده وکړ، موږ همکاران هم وو او یو بل مو ښه پېژندل.»

مژدې وویل، د واده یې لا یو کال تېر نه و تېر ‎‎چې د خاوند کورنۍ یې اړ کړه څو د ‌اولاد نه کېدو درملنه وکړي او ان پاکستان او هند ته لاړه خو په پایله کې یې تشخیص وشو چې روغتیايي ستونزه لري او اولاد یې نه کېږي.

مژدې په ژړغونې غږ وویل: «خاوند مې چې پوه شو چې زما اولاد نه کېږي، لومړیو کلونو کې یې ډېر ښه چلند راسره کاوه خو د وخت په تېرېدو یې چلند بدل شو، ان تر دې چې زه به یې وهلم او ویل به یې چې د ګډ ژوند دوام بې فایدې دی، ما به ورته ویل چې یو څوک به په زوی‌ولۍ ونیسو خو ویې نه منله، تر دې چې زه یې له کوره وایستم.»

هغه وايي چې د بېلوالي یې پنځه کاله کېږي، خاوند یې دا مهال په لندن کې دی خو تر اوسه یې بل واده نه دی کړی.

دا یوازې مژده نه ده چې د اولاد نه کېدو له امله له تاوتریخوايي سره مخ شوې او له خوشحاله ژوند وروسته اوس په کړاو کې ژوند کوي، ‎بلکې نورې ښځې هم شته چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې دي.

یوه بله ښځه چې د بې‌اولادۍ له امله یې څو ځلې د ځان‌وژنې پرېکړه کړې

د شریفې په نوم یوه بله ښځه چې د بې‌اولادۍ له امله تل د خواښې له لوري ځورول شوې، وايي: «څو ځلې مې پرېکړه کړې چې ځان‌وژنه وکړم خو دا چې موږ مسلمانان یو او ځان‌وژنه زموږ په مبارک دین کې حرامه ده، له خپلې پرېکړې په شا شوې یم.»

هغې نږدې نهه کاله مخکې له داسې هلک سره واده وکړ چې مینه یې ورسره درلوده او په ډېرې خوشحالۍ یې خپل ګډ ژوند پيل کړ خو په داخل او خارج کې له درې کاله درملنې او معایناتو وروسته پوه شول چې روغتیایي ستونزه لري او مور کېدای نه شي.

شریفه چې اوس له خپل خاوند سره په یو بهرني هېواد کې ژوند کوي، وایي، څو ځلې یې خواښې ځورولې او وهلې ده.

هغه ښځه چې خاوند یې روغتیایي ستونزه لري

د هدیې په نوم یوه بله ۳۵ کلنه ښځه چې دوولس کاله یې له واده تېرېږي خو د خاوند روغتیایي ستونزې له امله تر اوسه اولاد نه لري.

هغه وایي: «لومړیو کې چې کله موږ نه پوهېدو چې خاوند مې ستونزه لري او موږ د اولاد خاوندان کېدای نه شو، خواښې به مې ډېره ځورولم، ویل به یې: «ستا مو ډېره درملنه وکړه، خو امیدواره نه شوې، ته بې بنیاده یې او ماشوم نه شې زېږولی.»

هدیه او خاوند یې چې کله پوه شول چې د ماشوم خاوندان کېدای نه شي نو پرېکړه یې وکړه چې یو ماشوم په زوی‌ولۍ واخلي.

هغې چې سترګې یې له اوښکو راډکې شوې، وویل: «د بې‌اولادۍ له امله مې ډېر درد ولید، اوس دوه زامن لرم خو د خلکو هغه خبرې مې لا هم په غوږونو کې دي چې مستقیم او غیرمستقیم به یې هر څه ویل.»

یادې ځوانې جوړې داسې ماشومان په زوی‌ولۍ نیولي چې د غریبو کورنیو وو او مور او پلار یې ورته خوراک او پوښاک نه شو برابرولی.

دیني عالمان

یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسلام له نظره د یوه ماشوم په زوی‌ولۍ نیول حرام دي، الله (ج) د احزاب سورې په څلورم ایت کې چې ترجمه یې دلته راوړل کېږي، فرمايي: په زوی‌ولۍ نیول شوي ماشومان ستاسو اصلي ماشومان نه دي او رسول (ص) تر یوه وخته حضرت زید ابن حارث په زوی‌ولۍ نیولی و، وروسته دا حکم لغوه او حرام شو.»

خو هغه دې پوښتنې ته په ځواب چې که یوه جوړه اولاد ونه لري، څه وکړي؟ ویې ویل: «په دې اړه اسلام سپارښتنه کوي چې که یوه ښځه ماشوم ونه لري خو اړتیا ولري، کولای شي هغه ماشومان چې په روغتون کې پرېښودل کېږي یا یتیم وي او یا بې‌سرپرسته وي وایې خلي، دغه ماشوم ته دې تر دوه کلنۍ خپله مور شيدې ورکړي او که یې مور نه وه، کولای شي د درملو او ماشین په وسیله خپلې یو څاڅکی شيدې راوباسي او د ماشوم خوله کې یې واچوي، څو رضایي مور یې شي.»

یو بل دیني عالم مولوي محمدحسن حقیار په دې اړه وايي: «په قران‌کریم کې راغلي: څوک چې تاسو یې په زوی‌ولۍ اخلئ، ستاسو اولاد نه دی، ستاسو د کورنۍ رسمي غړی نه ګڼل کېږي.»

مولوي حقیار زیاتوي: «په زوی‌ولۍ نیول جواز لري، کېدای شي په ټولنیزو اړیکو کې ترې ګټه واخیستل شي، ښوونې او روزنې ته یې پام وکړي او مینه ورکړي خو له بلوغ وروسته د کورنۍ نجونو او ځوانې مور ته محرم نه وي او په میراث کې شریک کېدای نه شي.»

خو هغه زیاته کړه: «یوه بله خبره دا ده، کومې ښځې چې ماشوم نه لري او یو ماشوم په زوی‌ولۍ نیسي له شک پرته چې نوی زېږېدلی ماشوم اخلي، تر هغه وخته چې ماشوم ځوانېږي، ښځه هم زړیږي، په هغه صورت کې د محرم‌‌والي ستونزه نه رامنځته کېږي.»

یوه بل دیني عالم حفیظ‌ الله اخندزاده وویل: «د اسلام سپېڅلی دین د زوی‌ولۍ نیولو پر ځای د یو بل غوره مقام او مرتبې امر کوي: هغوی ته وروڼه ووایاست او د دیني ورور پر اساس هغوی ته په ورور ویلو سره د دوستۍ، انساني او ټولنیزې اړیکې وپالئ او وساتئ.»

هغه زیاته کړه، کله چې په زوی‌ولۍ نیولو ته جواز ورکړل شي، د رښتینو میندو او پلرونو په حق کې لوی ظلم کئږي، پلرونه او میندې ناپېژندل شوي پاتي کېږي.

دغه دیني عالم وايي: «د اسلام سپېڅلی دين بشري ټولنې د رښتينو، ټينګو او اساسي اصولو او قوانينو پر بنسټ ساتي خو د زوی‌ولۍ نیولو ښکارنده د کورنۍ او ټولنې اصول او بنسټ له حقيقته لرې کوي او بې‌بنسټه کوي یې.»

هغه زیاته کړه: «د احزاب سورې په څلورم او پنځم ایت کې په زوی‌ولۍ نیول حرام ګڼل شوي دي.»

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.