ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې۳۰ زره ټنه تازه مېوه او سبزیجات بهر ته صادر شوي»

26 Oct 2023 - 18:00
26 Oct 2023 - 18:00

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تازې مېوې د صادراتو له نږدې یونیم برابر زیاتېدو خبر ورکوي چې یو شمېر کروندګر او بڼوال د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د دغه هېواد اتیا سلنه وګړي پر بڼوالۍ او کرنه بوخت دي، خو په هېواد کې د وروستیو څلورو لسیزو جګړو له امله، تر اوسه په بېلابېلو برخو کې لازم کارونه نه دي شوي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو برخه کې هم لږ کار شوی او د دغو خونو کمښت له امله هر کال د ډېری کروندګرو او بڼوالو کرنیز محصولات له منځه ځي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د مېوې او ترکارۍ صادرات نږدې یونیم برابر ډېر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۸۰۹۷ ټنه تازه مېوه له هېواده صادره شوې، په داسې حال کې چې د تېر کال همدې موده کې ۷۵۲۶ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې وه.

هغه زیاته کړه: «دغه اندازه بهر ته د تازه مېوې د صادراتو زیاتولی ښيي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰۹۲ ټنه سبزیجات هندوستان، پاکستان او قزاقستان هېوادنو ته صادر شوي چې ډېره برخه یې اوږه، پیاز او مۍ تشکیلوي.

خو نوموړي بهر ته د تېر کال د همدې مودې د سبزیجاتو د صادراتو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.

د بڼوالو او کروندګرو شکایتونه

بامیان ولایت کې یوه کروندګر عبدالجمیل وویل ‎چې د تېر کال په پرتله یې سږ ‎حاصلات کم شوي او زیاته یې کړه: «سږ کال کچالو ډېر کم وو، د اوبو ستونزه مو هم درلوده، تېر کال مو یو من کچالو په ۱۶۰ افغانیو او سږ کال مو په ۱۰۰ افغانۍ وپلورل، بازار هم نه لري او خرڅ شوي هم نه دي.»

نوموړی د کچالو د بیې ټیټېدو اصلي لامل د هغه د صادراتو کموالی بولي.

هغه زیاته کړه: «ډېر خرڅلاو مو په هېواد کې دی، بهر ته نه صادریږي، د ایران توکي واردیږي او موږ ته یې زیان اړولی، په دې بیه مو چې پلورلي، تاوان کوو.»

د هغه په وینا، مخکې به د هغوی حلاصلات ایران، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان ته صادرېدل خو سږ کال بهر ته نه دي صادر شوي.

دغه راز، بامیان ولایت کې بل کروندګر محمدصالح هم ورته شکایت لري او له حکومته یې وغوښتل څو د میوې او ترکارۍ د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره د سړوخونو جوړولو ته هم پاملرنه وکړي.

ځیني بڼوال هم د خپلو حاصلاتو لپاره د بازار نشتوالي ته اندېښمن دي

میدان‌وردګ ولایت کې یو بڼوال احمد امیري وايي چې د مڼو بڼ لري او ښه حاصلات یې ترلاسه کړي دي.

نوموړي چې د خپلو حاصلاتو د اندازې په اړه یې څه ونه ویل خو یاد ولایت کې د میوې او ترکاري د ساتلو لپاره د سړوخونو له نه شتون څخه شکایت لري.

سرچینه وايي چې د حاصلاتو د ډېرېدو په اندازه یې د صادراتو کچه ښه نه ده او باید صادرات یې ډېر شي او دغه راز د کروندګرو او بڼوالو د تاواني کېدو څخه د مخنیوي لپاره د معیاري سړوخونو جوړولو ته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه: «هر کال ډېرې مڼې پاکستان ته صادریږي، خو سږ کال هندوستان ته د صادرکوونکو شرکتونو شمېر کم و او لامل یې دا دی چې ۱۷ ورځې وخت نیسي څو مڼې هندوستان ته ورسیږي.»

نوموړی له هېواده بهر د مڼو وارداتو ډېرېدل هم د بڼوالو په زیان بولي.

دغه راز کندهار کې بڼوال خالق‌داد وايي چې سږ کال یې حاصلات ښه وو، خو له دې سره‎ سره بیا هم د صادراتو کچه ډېره ټیټه ده او د افغانستان انار یوازې پاکستان ته صادریږي.

هغه زیاته کړه: «اوس د پاکستان لاره هم بنده ده او کله چې دا لاره بنده وي، موږ څه وکړو او انار چېرته وپلورو او کله چې سوداګر زیانمن شي خلک هم زیان ویني.»

نوموړی له سرپرست حکومته غواړي چې نورو هېوادونو ته د انارو صادرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د تازه میوې او ترکاري د سوادګرو د ټولنې رییس اخترمحمد احمدي وايي چې د معیاري سړوخونو او مناسبو بازارونو د نه شتون له امله د کروندګرو حاصلات د سړکونو پر سر په کمه بیه پلورل کېږي.

هغه د سړوخونو ارزښت ته په اشارې وویل: «په هغه موسم کې چې موږ کرنیز تولید ونه لرو، د میوو او ترکاري کوم ډولونه چې هېواد ته واردیږي، په لوړه بیه مستهلک ته ورکول کېږي، کمې سړې خونې شته خو ټول ورته لاسرسی نه لري، په ځانګړې توګه کروندګر ورته لاسرسی نه لري، حکومت باید معیاري سړې خونې جوړې کړې.»

نوموړی وايي چې ځیني سوداګر شخصي سړې خونې لري، خو ټکټانه یې خپله ټاکي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ځواب

په دې اړه د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند وايي، دغه وزارت د میوو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د صادارتو ډېرولو په موخه ډېرې هڅې کړي دي.

هغه د بېلګه په توګه وویل: «د ګیلاس میوې د صادراتو په برخه کې ځیني اسانتیاوې برابرې شوي چې په یخچالي موټر کې له پنجشیر څخه هندوستان ته صادرېږي.»

نوموړي زیاته کړه، سږ کال تازه میوه، وچه میوه او سبزیجات ترکیې، روسیې، چین، هندوستان، پاکستان او عربي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هغه په خبره، یاد وزارت وروسته له ۳۰ کلونو وتوانېده چې روسیې سره د انارو د صادراتو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي او هڅه کوي چې د افغانستان محصولاتو لپاره ښه بازار ومومي.

سرچینه د سړوخونو جوړولو په اړه وايي، اوسمهال هېواد کې ۱۴ لوې او وړې سړې‌خونې شته او د سلګونو نورو سړوخو د جوړولو کار روان دی.

هغه زیاته کړه: «د ریاست‌الوزراء له خوا امر شوی چې هغه سړې‌خونې چې د جمهوریت پرمهال موجودې وې او د ستونزو له امله غیر فعاله یا نیمه فعالې وې، هغه دې ورغول شي څو سوداګر او کروندګر ترې ګټه واخلي.»

نوموړي دغه زار وویل: «په کابل، پروان، بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، خوست او پکتیا کې سړې‌خونې شته او یو شمېر د جوړېدو په حال کې دي، کابل کې یو شمېر سړوخونو په عملي توګه فعالیت پیل کړی، دا کار باید په ارامۍ مخته لاړ شي، موږ د داسې ورځې رارسېدو په تمه یو چې نور ګاونډیو هېوادونو ته اړ ونه وو، خپله په سړوخونو کې د میوو او حاصلاتو د ساتلو وړتیا ولرو او مناسب وخت کې یې بازار ته وباسو.»

جواد زیاته کړه، لومړیو کې پاکستان ته د میوې او ترکاریو د صادراتو په برخه کې ستونزې موجودې وې او په لاره کې به ځنډېدلې خو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له پاکستان سره په دې اړه خبرې کړي او هوکړه یې کړې چې هغه مېوې او ترکارۍ چې ژر خرابېږي، ژر تر ژر بندرونو ته ورسول شي او صادر شي چې د دغه کار له امله ستونزه تر یوه بریده حل شوې ده.

هغه په روان کال کې د پاکستان پر لاره د ځینو ترکاریو او مېوو د خرابېدو په اړه وویل: «د پاکستان دا کړنه د ټولو هوکړه‌لیکونو، نړۍوالې سوداګرۍ او ترانزیت قانونو پر خلاف ده چې له امله یې هم زموږ او هم د هغوی ولس زیانمن شوی، موږ هیله لرو چې پاکستان یوازې اوس نه بلکې د تل لپاره زموږ د ستونزه د حل تر څنګ له موږ سره له خپلو شوو ترانزیتي هوکړه‌لیکونو څخه ډېره ګټه واخلي.»

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version