کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه د دغه پلاوي د راتګ خبر ورکړی او لیکلي یې دي، د ازبکستان رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف په مشرۍ نن سهار د لړم په اوومه کابل ته راغی.
سرچینه زیاتوي، په یاد ۴۵ کسیزه پلاوی کې د دغه هېواد د کانونو، ټرانسپورت او سوداګرۍ وزیران، سوداګر او خپلواکه رییسان شامل دي.
د یاد وزارت د معلومات له مخې، کابل ته د یاد رسمي پلاوي د راتګ موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي ستونزو د حل لارې موندل او کابل کې د یاد هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن