کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې ملا عبدالغني برادر ته د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا مشري هم وسپارل شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د سټنډرډ ملي شورا د ریاستالوزراء مقام د (۲۰۸۳) ګڼې حکم پر اساس رامنځته شوې او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د نورو دندو ترڅنګ د یادې شورا د مشر په توګه وټاکل شو.»
سرچینه زیاتوي، د سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بېکیفیته او غیرمعیاري توکو له واردېدو د مخنیوي، په هېواد کې د غیرمعیاري او خپلسرو ودانیزو چارو برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژيو او عمومي تګلارو د تصویب او د هغو له پلې کېدو د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زدهکړو، کور او ښارجوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمي لوی رییس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې، کانونو او صنایعو خونو مدیره هیئت رییسان د یادې شورا دایمي غړيتوب لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سټنډرډ ملي شورا سکرټریت د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن