ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستان راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

له پاکستان راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

author avatar
2 Nov 2023 - 16:22
له پاکستان راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه غوښتنه کوي
author avatar
2 Nov 2023 - 16:22

جلال‌‌اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي، د سرپناه نه موجوديت او د ژمي راتګ اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې ورته کورونه جوړ کړي.

د پژواک خبريال د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې ښارګوټي ته ورغلی او هلته يې د يو شمېر راستنو شوو کورنيو د نوي ژوند او ستونزو په تړاو راپور چمتو کړی دی.

نن د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۱مه سهار نږدې لس بجې په يو بار وړونکي ټيلر موټر کې بار د درېيو ورونو کډې دغه ښارګوټي ته را ورسېدې.

له کليوالو سره له روغبړ وروسته د کور وسايلو راښکته کولو چارې پيل شوې او د کور له وسايلو معلومېده چې دې کورنۍ په پاکستان کې هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره ژوند کړی دی.

په دغه کورنۍ کې يو يې هم خیالي خان دی چې د پاکستان په ملتان سيمه کې اوسېده او هلته يې د څارويو د خرڅلاو او ساتلو کاروبار درلود.

هغه وايي، کوچني څاروي يې اخېستل، هغه يې څو مياشتې ساتل او بيا يې  پلورل چې د ژوند لګښتونه يې پرې پوره کول.

هغه زياته کړه: «اوس خو نه کاروبار شته او تاسو ګورئ چې دلته د اوسېدو هیڅ اسانتيا هم نشته، د شپږو ورونو دغه وړوکی ځای دی، يوه يوه کوټه مونږ ته رسېدلې خو تاسو وليدل چې زما کوټه لا جوړه هم نه ده څو شپې مجبور په ډاګ وکړم.»

د خيالي خان بل ورور رحمت‌الله چې د دوو اولادونو پلار دی او هلته په پاکستان کې يې کباړ راټولول وايي، دلته په راتګ حيران دی چې لومړی د کار پيدا کولو پسې وګرځي او که د سرپناه لپاره کور جوړ کړي.

دی وايي: «موږ پاکستان کې اوسېدو، له هغه ځایه موږ پوليسو راوشړلو، موږ ته يې ويلی چې تاسو له دغه ځایه لاړ شئ! تاسو غير قانوني يئ (ياست)، دلته مو کور نشته، حکومت دې موږ سره کمک وکړي، شپږ ورونه يو او وړکی ځای دی.»

سيدحسن هم تازه له پاکستان راستون شوی او اوس په چمتلې سيمه کې د خپلوانو په يو کنډواله کور کې اوسېږي.

هغه وايي، د کرايه پيسې يې نه درلودې غواګانې يې په نيمه بیه خرڅې کړې او اوس دلته د کاروبار ترڅنګ د سرپناه نشتوالي سره مخ دي.

نوموړی وايي: «همالته تورخم کې چې حکومت يو لږې پيسې راکړي نور څه کمکراسره نه دی شوی، موږ ته دې کورونه جوړ شي، په بد وضعيت کې ژوند کوو.»

بلخوا ننګرهار کې مسوولین وايي، په دغه ولايت کې له کډوالو سره لومړنۍ مرستې کېږي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کېږي چې د کډوالو د ټولو ستونزو حل لپاره کار وشي.

هغه وايي: «همدا نن هم د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تورخم ښارګوټي د راستنېدونکو په مېشت‌غالي کې ااوچا، یونیسف، د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍواله اداره، ډنمارک مهاجرت سازمان، ماشوم ساتنې اداره، ډاکار او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ ناسته وشوه او د کډوالو د ستونزو حل په اړه ورسره خبرې وشوې.»

د معلوماتو له مخې په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې د تورخم له لارې لږ تر لږه یو سل او پنځوس زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.