ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کړوخېل: د نړۍوالو اقتصادي بنديزونو له امله د افغان رسنیو ستونزې ډېرې شوې

کړوخېل: د نړۍوالو اقتصادي بنديزونو له امله د افغان رسنیو ستونزې ډېرې شوې

author avatar
3 Nov 2023 - 02:58
کړوخېل: د نړۍوالو اقتصادي بنديزونو له امله د افغان رسنیو ستونزې ډېرې شوې
author avatar
3 Nov 2023 - 02:58

واشنګټن (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل وایي، په افغانستان کې د وژل شوو ژورنالېستانو کچه ځکه لوړه ده چې د قاتلینو دوسیې یې نه دي څېړل شوې.

نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) د امریکا  پلازمېنې واشنګټن کې د خبریالانو پر وړاندې جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناست دوه ورځنۍ غونډې ته وکړې.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د یونیسکو ادارې، د امریکا د ایالتونو سازمان او د امریکا د بشري حقونو کمېسیون له خوا جوړه شوې وه.

دانش کړوخېل وویل، له تېرو دوو لسیزو راهیسې افغان ژورنالېستانو خپلو خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې مهم او کلیدي رول ادا کړی دی.

دغه راز هغوی له ډیموکراتیکو بنسټونو ملاتړ او له فساد سره یې مبارزه کړې او د خلکو د استازو او حکومتي چارواکو احتساب یې کړی دی.

کړوخېل وویل، د جمهوریت له سقوط مخکې رسنۍ د افغانستان یو له هغو بنسټونو و چې ولس پرې ډېر باور کاوه.

هغه زیاته کړه، د نړۍوالو څارونکو نشتوالي له امله افغان رسنۍ چې په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر فعالیت کوي، مسوولیت یې نور هم ډېر شوی دی.

د هغه په وینا، افغان رسنۍ باید د خلکو، ښځو حقونو، بشري حقونو، د کډوالۍ، د بې‌ځایه شوو او نورو برخو په اړه باوري معلومات وړاندې کړي.

خو ده زیاته کړه چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته نیمایي افغان رسنۍ وتړل شوې او شاوخوا اته زره ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

کړوخېل وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د هغو نړۍوالو سازمانونو  چې د ژورنالېستانو د حقونو او د بیان ازادي لپاره کار کوي، د نه شتون له امله سلګونو ژورنالېستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او شاقه کارونو ته یې مخه کړې ده.

د پژواک اژانس رییس وویل، د نړۍوالو اقتصادي بندیزونو او د افغانستان د بانکونو  ستونزو له امله د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزې لا هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه، پر ښځینه خبریالانو سیستیماتیک محدودیتونه لګول شوي دي.

د هغه په وینا، له ۲۳۷۸ ښځینه ژورنالېستانو څخه له ۵۰۰ کم یې اوس په رسنیو کې کار کوي او په ۱۷ ولایتونو کې هيڅ ښځینه ژورنالېسته نشته.

کړوخېل وایي، هغه رسنۍ چې له بهره فعالیت کوي، د معلوماتو او اطلاعاتو په راټولولو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې د نړۍوالو رسنیو ملاتړ باید د افغانستان په تړاو د ډیپلوماتیکې ستراتیژۍ برخه وي، ډیپلوماتان باید د افغانستان سرپرست حکومت له مسوولینو سره په ناستو او کتنو کې د بیان پر ازادي خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، د رسنیو د اقتصادي ستونزو کمولو په موخه باید افغانستان ته د پیسو لېږدولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د هغه په وینا، د همدې ستونزو له امله شاوخوا زر ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده وتلي چې یو شمېر یې په نورو هېوادونو کې په بد حال کې ژوند کوي او  ځیني یې په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي.

کړوخېل د دغو ژورنالېستانو د ژغورنې او اړوند هېوادونو ته د لېږدولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ سره د افغانستان رسنۍ نه یوازې ژوندۍ پاتې کېږي، بلکې پرمختګ هم کوي.

د خبریالانو پر وړاندې جرمونو د معافیت پای ته رسولو په اړه کړوخېل وویل، په افغانستان کې د وژل شوو ژورنالېستانو کچه ځکه لوړه ده چې د قاتلینو دوسیې یې نه دي څېړل شوې.

د هغه د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۱۲۷ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د افغانستان د ژورنالېستان د مرکز معلوماتو له مخې، د معافیت د کلتور له امله د دې پېښو ۹۰ سلنه نه دي څېړل شوې او نه یې هم عاملین محاکمه شوي دي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.