ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امربالمعروف وزارت: موټرچلوونکي دې د موسیقۍ له غږولو او بې‌محرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي

امربالمعروف وزارت: موټرچلوونکي دې د موسیقۍ له غږولو او بې‌محرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي

author avatar
4 Nov 2023 - 14:53
امربالمعروف وزارت: موټرچلوونکي دې د موسیقۍ له غږولو او بې‌محرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي
author avatar
4 Nov 2023 - 14:53

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د امربالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د کابل ښار بېلابېلو حوزو محتسبینو له موټرچلوونکو غوښتي چې د موسیقۍ له غږولو او د بې‌حجابه او بې‌محرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د امربالمعروف وزارت اړوند، د کابل ښاري ریاست د بېلابېلو حوزو محتسبینو، د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د پلازمېنې کابل پر لویو لارو د اسلامي امارت د مشر د فرامینو او د امربالمعروف وزارت د سپارښتنو د پلي کېدو په پار چیک‌پواینټونه ترسره کړل.

سرچینې لیکلي: «د دغو چیک‌پواینټونو پر مهال، محتسبینو پر لاره له تېرېدونکو موټرچلوونکو وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او هغو کړنو له ترسره کولو ډډه وکړي چې د امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي او دغه راز محتسبینو د وزارت د حکم پر اساس له موټرچلوونکو وغوښتل چې موټرونو ته د بې‌حجابه او بې‌محرمه ښځو له خېژولو ډډه وکړي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې محتسبینو دغه راز په ښار کې له ګرځېدونکو «مجاهدینو» وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د داسې کړنو له ترسره کولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د هغوی مقام او درنښت زیانمنوي.

د امربالمعروف وزارت لیکلي چې د یاد ریاست محتسبین د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس وخت پر وخت له نظامي مسوولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.