امربالمعروف: له امر پرته د دوکانونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منعه دي
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، د دوکانونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منعه دي، خو د دغه وزارت اړوند مسوولین د خپلو اصولو مطابق څارنه کولی شي او حکومتي کسان دې په خپل سر د عکاسیو او ويډیوګانو له نشرولو ځانونه وساتي.





