کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د کابل ښار بېلابېلو حوزو محتسبینو له موټرچلوونکو غوښتي چې د موسیقۍ له غږولو او د بېحجابه او بېمحرمه ښځو له پورته کولو ډډه وکړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د امربالمعروف وزارت اړوند، د کابل ښاري ریاست د بېلابېلو حوزو محتسبینو، د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د پلازمېنې کابل پر لویو لارو د اسلامي امارت د مشر د فرامینو او د امربالمعروف وزارت د سپارښتنو د پلي کېدو په پار چیکپواینټونه ترسره کړل.
سرچینې لیکلي: «د دغو چیکپواینټونو پر مهال، محتسبینو پر لاره له تېرېدونکو موټرچلوونکو وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او هغو کړنو له ترسره کولو ډډه وکړي چې د امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي او دغه راز محتسبینو د وزارت د حکم پر اساس له موټرچلوونکو وغوښتل چې موټرونو ته د بېحجابه او بېمحرمه ښځو له خېژولو ډډه وکړي.»
خبرپاڼه کې راغلي چې محتسبینو دغه راز په ښار کې له ګرځېدونکو «مجاهدینو» وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د داسې کړنو له ترسره کولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د هغوی مقام او درنښت زیانمنوي.
د امربالمعروف وزارت لیکلي چې د یاد ریاست محتسبین د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس وخت پر وخت له نظامي مسوولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن