[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه کېدونکې «مهمه» غونډه ښایي راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا په قطر کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي برخه اخیستې وه، خو په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
هغه مهال ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې ورته بله غونډه هم جوړوي خو ځای او نېټه یې نه وه په ډاګه کړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفانو دوچاریک د لړم په ۲۶مه په نیویارک کې یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ښایي دا غونډه راتلونکې ډسمبر په قطر کې ترسره شي.
هغه د دې غونډې په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې غونډې په اړه ځیني جزئیات په ډاګه کړي دي.
خلیلزاد د امریکا غږ له کاکتوس پروګرام سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، ملګري ملتونه په نږدې ورځو کې د افغانستان په اړه مهمه غونډه جوړوي. هغه زیاته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سنیرلي اوغلو د سرمنشي ګوټریش په سپارښتنه له یو شمېر هېوادونو او افغانانو سره له لیدنو کتنو وروسته د هغوی د وړاندیزونو په رڼا کې یو جامع راپور جوړ او امنیت شورا ته وړاندې کړی دی.
هغه وویل چې دغه راپور د ملګرو ملتونو سرمنشي هم لوستلی او ټاکل شوې ده چې راتلونکې غونډه کې پرې بحث او په رڼا کې یې ځیني تصمیمونه ونیول شي.
د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، د فریدون په دغه راپور کې د افغانستان د راتلونکي په اړه ګڼ وړاندیزونه شته چې د افغانانو او افغانستان په ګټه به وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف تېره اونۍ ویلي وو چې ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د چارو په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړي.
نوموړي زیاته کړې وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په اړه يو راپور چمتو کړى او د دغه هېواد په چارو کې یې د يادو هېوادونو استازو ته وړاندې کړى دى.
هغه ویلي وو: «موږ د افغانستان په اړه د ډېرو نړۍوالو پلانونو جوړولو په حال کې یو.»
د افغانستان په چارو کې د روسيې استازي کابلوف له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوې غونډې د ځای او د بحث وړ موضوعاتو په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.
د دې غونډې په جوړېدو سره به دا د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي دویمه ناسته وي.
[/restrict]
Views: 206
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن