ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې په طبیعي پېښو لسګونو زیانمن شوو ته د استوګنیزو نومرو د وېشلو لړۍ پیل شوه

تخار کې په طبیعي پېښو لسګونو زیانمن شوو ته د استوګنیزو نومرو د وېشلو لړۍ پیل شوه

author avatar
18 Nov 2023 - 17:27
تخار کې په طبیعي پېښو لسګونو زیانمن شوو ته د استوګنیزو نومرو د وېشلو لړۍ پیل شوه
author avatar
18 Nov 2023 - 17:27

تالقان (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): تخار کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دشت‌قلعې ولسوالۍ ۱۴۷ کورنیو ته – چې د وروستیو کلونو د طبیعي پېښو له امله یې کورونه له منځه تللي وو – په دولتي ځمکه کې ښارګوټی جوړېږي.

د مسوولینو په خبره، هرې کورنۍ ته شپږ بسوې ځمکه وېشل کېږي چې د کورونو جوړولو مصارف به د خلکو پر غاړه او د ټولګټو ودانیو جوړولو لګښتونه به د حکومت پر غاړه وي.

د تخار والي مولوي عبیدالله امین‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس د دشت‌قلعې ولسوالۍ ۱۴۷ کورنیو ته – چې د وروستیو کلونو د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او کورونه یې له منځه تللي – په دولتي ځمکه کې یو استوګنیز ښارګوټی جوړېږي چې نن یې د ځمکو د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د تخار والي زیاتوي چې اوسنی حکومت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې دی.

ورته مهال، د تخار د ښارجوړونې رییس عمر مختار وايي چې یاد ښارګوټی به د دشت‌قلعې ولسوالۍ اړوند په الته خوجه سیمه کې په ۱۰۴ جریب دولتي ځمکې کې د ۱۴۷ نومرو په شاوخوا کې په معیاري ډول جوړ شي چې هرې زیانمنې شوې کورنۍ ته شپږ بسوې ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

ورته مهال، ځیني سیمه‌ییز اوسېدونکي د استوګنیزو نومرو د وېشلو لړۍ له پیلېدو خوښي څرګندوي، دغه راز په تېر حکومت کې د دغه ښارګوټي د نومرو د نه وېشلو اصلي لامل زورواکي بولي.

د دشت‌قلعې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدیوسف وايي: «څو کاله مخکې مې د طبیعي پېښو له امله کور ړنګ شو، په وار وار تېر حکومت کې د دغه ښارګوټي د وېش ژمنه شوې وه، خو سیمه‌ییز زورواکي یوازینی لامل وو چې تېر حکومت ونشو کړای، یادې ځمکې ووېشي.»

د سیمې بل اوسېدونکی محمدعیسی وايي چې که د یاد ښارګوټي ځمکه په تېر حکومت کې وېشل شوې وای، عدالت به په پام کې نه نیول کېده، زورواکو به لاسوهنه کوله، خو اوس وړ کسان د یاد ښارګوټي له نومرو برخمن شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار والي مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس، په یاد ښارګوټي کې به د دوو ښوونځیو، یو روغتیايي مرکز، شنې ساحې، تفریحي پارک او وړکتون په ګډون عام‌المنفعه ودانۍ د حکومت له لوري جوړې شي، خو د استوګنیزو کورونو جوړول د هغو خلکو پر غاړه دي چې د یاد ښارګوټي نومرې ورته وېشل شوې دي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.