ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سردې بند پروژه دې بېرته فعاله شي

د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سردې بند پروژه دې بېرته فعاله شي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د غزني اندړو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د سردې بند پروژې بیا فعالېدو غوښتنه کوي چې د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې شاوخوا ۷۶ زره جریب ځمکه غصب شوې ده.

عبدالجلیل چې د پروژې یو پخوانی کارمند دی، له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، یاده پروژه پخوا یو خپلواک ریاست و، ۱۶ امریتونو کې یې د شاوخوا ۵۰ مدیریتونو په درلودو درې‌نیم زره مامورینو او نورو کارکوونکو کار کاوه.

نوموړي وویل، له یادې پروژې د امنیتي ځواکونو د تمویل او یو شمېر فابریکو لپاره ګټه اخیستل کېده خو وروسته د خپلمنځي جګړو پر مهال یې سیمه‌ییزو زورواکانو ټول تاسیسات، ترانسپورټي وسایل او نور لسګونه تولیدي ماشينونه چوراو لوټ کړل، اوس یې د زرو په شاوخوا کې ماشینري بېخي له کاره لوېدلې او کم شمېر یې لا هم د رغېدو وړ دي چې د پورته دلایلو له مخې په تېرو ۳۵ کلونو کې یې چا د بیارغونې لپاره اقدام نه دی کړی.

دی وایي، له دې پروژې ۸۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي، ترڅنګ یې نوره اقتصادي ګټه هم اخیستل کېږي چې د خلکو په ژوند او د بېکارۍ کچې په راټيټېدو کې مثبت رول لري.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو په خبره، د سردې پروژه د ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړه شوې چې د یاد بند مساحت ۳۲ کلیومتره دی او هغه وخت په یاد پروژه کې۳۵۰۰ کسان په کار بوخت وو خو په هېواد کې د ګډوډيو له امله یې ځمکي ټولې غصب شوې او ماشینري یې بېکاره ولاړه ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي امرالدین وایي، د دې پروژې بیا فعالېدل به یو ښه اقدام وي چې دولت او ځایي اوسېدونکو ته به یې ډېرې ګټې ورسېږي.

دی زیاتوي، د دې پروژې بیا فعالېدل د نورو ګټو ترڅنګ زرګونه جریبه شاړو ځمکو ته د اوبو ورکولو لامل کېږي چې د دولت او خلکو لپاره پر یوه ښه عایداتي سرچینه بدلېدلی شي.

د خلکو په وینا، پخوا به غریبو خلکو له دولته یادې ځمکې په اجاره نیولې، خلک به هم ورسره په کار وو او دولت ته یې هم زیاته ګټه رسېده، خو اوس دغه هیڅ هم نشته؛ ځکه چې زورواکو په تېرو لسیزو کې ډېرې هغه ځمکې عصب کړې چې د دولت او ولسونو لپاره به  د عوایدو ښه سرچینه بلل کېده؛ ښه بېلګه یې د سردې بند ځمکې دي.

ورته مهال مسؤولین هم وایي چې یاده پروژه د هېواد له سترو پروژو ګڼل کېږي، که په سمه توګه ورته پاملرنه وشي، د دولت او خلکو لپاره په یوه ښه عایداتي سرچینه بدلېدلی شي.

د سردې پروژې مسؤول نورالحق منصور پژواک ته وویل، د سردې بند پروژه د هېواد په کچه دویمه ستره پروژه ده چې په ١٣٤٦ کال کې تاسيس شوې او دوه غټ کانالونه لري چې دوو خواوو ته ترې غځېدلي دي.

د هغه په خبره چې دغه کانالونه یو یې د ۳۰ کیلومتره او بل د ۲۱ کیلومتره په اوږدوالي غځېدلي او له دغو کانالونو بیا په سلګونه نور واړه کانالونه تللي چې له لارې یې شاوخوا ۸۶ زره جريبه ځمکې خړوبېږي .

دی وایي، له ۸۶ زره جریبه دولتي ځمکې یې اوس مهال ۷۶ زره جریبه ځمکې غصب شوې چې دولت ته یوازې لس زره جریبه ځمکه ورپاتې ده .

دی زیاتوي: «دا ځمکې د تېرو حکومتونو د بې‌غورۍ له امله غصب شوې دي چې موږ یې د بېرته راګرځولو هڅې پیل کړې دي. د غصب شوو ځمکو لېست او موضوع مو له ولایتي او مرکزي ادارو سره شریک کړي څو په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي.»

د هغه په خبره، دلته په سلګونو ماشینري هم ولاړه ده که ورته پاملرنه وشي او جوړ شي، د هېواد بیا ودانولو په برخه کې به مثبت رول ولري.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د اوسېدونکو دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې تازه اسلامي امارت ویلي چې په هېواد کې د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو کوچني او منځني بندونه جوړوي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.