کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): کابل ښاروالي وایي چې ۵۰ زره و ۶۰ کیلوګرامه د چرګانو خوسا شوې غوښه یې د کابل ښار د ۹ ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ګدام کې کشف کړې او له منځه وړې ده.
کابل ښاروالۍ پر خپله اېکسپاڼه د یادې ادارې د چاپېریال ساتنې ریاست له قوله لیکلي چې دغه د چرګانو خوسا شوې غوښه د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند د صنعتي پارکونو سیمه کې د یوه ګدام د پلټنې په ترڅ کې کشف شوې ده.
دې ادارې ویلي چې یاده خوسا شوې غوښه په غیرصحي ډول پلورل کېده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لابراتواري معاینې وروسته له منځه وړل شوې ده.
د کابل ښاروالۍ ټينګار کړی چې د دې قضیې عاملین به نیول کېږي.
هغوی له ښاریانو هم غوښتي چې د چرګانو د غوښو پېرلو پر مهال دې روغتیایي ټکي په پام کې ونیسي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن