کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۲): په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د هالنډ له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو، د تعامل د اهمیت او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پرون یې د افغانستان لپاره د هالنډ له شارژدافیر امیل ډي بونټ او مل پلاوي سره کتلي دي.
هغه زیاته کړې، په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو، د تعامل د اهمیت او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې شوې دي.
د یادونې ده چې روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه هم سهیل شاهین د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې وی.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن