کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): ترکي سوداګرو په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوجستیک او ساختماني برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د ترکیې هېواد د عارفان موسسې له رییس عمر فاروق مدرس اوغلو او یو شمېر علماوو او سوداګرو سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د عارفان موسسې رییس عمر فاروق مدرس اوغلو وویل، د اسلامي امارت په استقرار سره په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې برخو کې ډېر کارونه ترسره شوي او دا چاره د دې لامل شوې چې سوداګر او پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د عارفان موسسه او د ترکیې هېواد پانګوال غواړي چې په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوجستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي.
هغه د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې ورته لازم امکانات برابر کړي او همکاري دې ورسره وکړي.
دغه راز، په دې کتنه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت هر ډول پانګونې ته په هېواد کې زمینه مساعده کړې او له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
حنفي زیاته کړې: «رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د افغانستان د زېربناوو ابادولو برخه کې له وقفې پرته هڅه کوي او له داخلي او خارجي پانګوالو غواړم چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»
حنفي وویل، اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې پوره هڅې کوي.
Views: 649
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن