کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ستره محکمه وایي، د کابل ښار لومړنۍ محکمې د څلورم زون د جزا ديوان په حکم یوه کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
سترې محکمې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د دغه کس دوسیه چې پر زنا متهم و، د کابل ښار ابتدائیه محکمې د څلورم زون د جزا دیوان د الف جزء له خوا په دقیق ډول څېړل شوې، یاد دیوان متهم کس ته پر یوه کال تنفیذي بند سربېره د ۳۵ درو تعزیري سزا حکم کړی و؛ دغه حکم د سترې محکمې عالي مقام له خوا تايید شو.»
سرچینې زیاته کړې، متهم کس ته د تنفیذي بند د وخت تر پوره کېدو وروسته پرون په عام محضر کې چې د محاکمو مسوولینو، دیني علماوو او عامو هېوادوالو هم ګډون درلود، ۳۵ درې شرعي سزا ورکړل شوه.
د یادونې ده، له دې مخکې هم پر مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې مجرمینو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.
Views: 327
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن